د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۴

په خوست کې د پولیسو د اطفايې مرکز پر جوړیدو کار پیل شو


په خوست کې د پولیسو د اطفايې مرکز لپاره د ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې، پر نوموړو ودانیو، چې څه د پاسه(۹۵) میلیونه افغانۍ لګښت راځي، ودانیزې چارې به يې د یو کال په موده کې بشپړې شي.

د خوست ولایت چارواکې وايي، چې امنیتي ادارو ته نوې او مجهزې ودانۍ د ځواکونو د نظم او ښوونې روزنې په کچه ارزښت لري.

د خوست د ازادۍ مینې په پروژه کې د پولیسو د اطفايې مرکز لپاره د نویو ودانیو او تاسیساتو پر جوړولو کار پیل شو، د دوشنبې په ورځ د یادې پروژې د کار د پرانیستې په مراسمو کې خوست والي عبدالجبار نعیمي د پروژې د ځانګړنو د څرګندتوب په ترڅ کې هیله وښوده، چې یو شمېر نورې پروژې چې په ښار او ولسوالیو کې په پوځي او امنیتي برخو کې ورځنې استفاده کېږي هم بشپړې شي او په دې ډول پروژو سره به د خوست ولایت په کچه د امنیت له ټینګښت او افغان ځواکونو له پیاوړي کېدو سره مرسته وشي :

"د ازادۍ مینې په څنګ کې دا پروژه د پولیسو د اطفايې پروژه ده، چې دا د خوست ولایت لپاره تقریباً ډیره اساسي پروژه ده، د دې احاطه په 463 مترو کې تکمیل شوې ده، دوه منزله تعمیر به په دې کې جوړیږي، چې په هغه کې به اداري کارکوونکې کار کوي، همدا راز په داخل کې د موټرونو تم ځایونه، پارکونه او سړکونه په کې دي، د دې پروژې ټول لګښت 95میلیونه او څلورسوه زره افغانۍ دی چې کار به يې له خیره په دوولسو میاشتو کې بشپړ شي،دیادې پروژې تمویل دامریکا دمتحده ایالاتو داردو انجینري ګروپ کوي،زه امیدواره یم چې پدې سره به زموږ هغه نورې مهمې پروژې چې امنیت په برخه کې هم دښار په داخل کې او هم په ولسوالیو کې ورځنې استفاده کېږي دهغې کارونه به هم انشاالله شروع کېږي."

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی د پولیسو د اطفايې د تاسیساتو د جوړولو د کار د پیل په مراسمو کې وویل، چې پولیسو ته د تاسیساتو جوړول د هغوي د ښوونې او روزنې او مسلکي توب په اندازه ارزښت لري:

"موږ د پولیسو د هر اړخ لپاره همداسې پروژې په پلان کې دي، یا تکمیل شوی دي او یاهم دتکمیلدو په حال کې دي،څومره چې په پولیسو کې تعلیم وتربیه رول لري،دهغې تجهیز او مسلکې کېدنه ارزښت لري همداشان ددوی د استوګنې ځایونه او نور تاسیسات هم رول لري."

په یادو مراسموکې دولایتي شورا مرستیال جانمیر ځاځي وویل،چې په ټولنیز ژوندانه کې په طبعي توګه ځنې ستونزې او پيښې شته لکه اور لګیدنه،چې پولیس دهغې په کنټرول او له منځه وړلو کې مرستې کوي:

"په ژوند کې هر ډول خطرات شته لکه اورلګونه دهمدې لپاره پولیس کار کوي او دا ودانۍ داطفايې لپاره جوړیږي،موږ او تاسو به يې په راتلونکې کې شاهد حال واوسو،چې دا به دپولیسو په لاس دخلکو او ولسونو دخدمت په لاره کې ورځنې ګټه پورته کېږي."

دیادونې وړ ده چې په افغانستان کې دنړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول دامریکا دمتحده ایالتونو له خوا دپوځي مسوولیتونو دلیږد دبهیر څخه په رادیخوا موده کې افغان امنیتي ادارو ته دتاسیساتو دجوړولو اوپوځي وسائیلو او تجهیزاتو داکمال په برخو کې پاملرنه ډیره شوې ده.

نجیب الله الوخیل-خوست
XS
SM
MD
LG