په خوست ولایت کې دقاضیانو لپاره داستوګنې دکورونو دجوړولو دپروژې کار پیل شو، یاده پروژه د امریکا دمتحده ایالتونو دحکومت په مرسته دڅه دپاسه شل ملیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.
دخوست محاکم چې پخوا داداري ودانیو دکمبود او قاضیان داستوګنې لپاره دکورونو دنشتوالي له ستونزو سره مخامخ ول دامریکا دمتحده ایالاتو دپوځ دقانون دواکمنۍ دملاتړ ادارې دخوست له محاکمو سره پدې برخو کې مرسته وکړه او دیادې ادارې له خوا دمحاکمو داداري ودانیو او دقاضیانو لپاره دکورونو دجوړولو چارې عملاً پیل شوې .
خوست والي عبدالجبار نعیمي د نوموړو پروژو دکار دپیل په مراسمو کې ازادۍ راډیو ته وویل ،چې په یادو پروژو څه دپاسه شل ملیونه افغانۍ لګښت راځي ،چې له دې سره به قاضیانو ته داستوګنې کورونه جوړ شي:
”دا ځای کې ،چې موږ او تاسو ولاړ یو داد استناف محکمې دقاضي صاحبانو هغه رهایشي ځای دی ،چې په دې کې به دوه منزله تعمیر جوړیږي ،پدې کې به شل اتاقونه او 6 حمامونه وي ،همدارنګه لدې سره اشپزخانه او نور ملحقات ،چې تاسو يې ګورئ موجود دي ،پدې باندې 20ملیونه او 3سوه زره افغانۍ لګښت راځي ،داد امریکا دپوځ دقانون دحاکمیت دملاتړ مرسته ده ،چې ددې ولایت له محاکمو سره يې سرته رسوي“
خوست والي عبدالجبار نعیمي وړاندې وویل ،چې دښاري محکمې دودانیو کار هم بشپړ شوی ،چې پدې سره به دښاري محاکمو په کارونو او اداري چارو کې ښه والۍ رامنځته شي:
”دنوې پروژې دکار له پیل سره یو ځای هغه تعمیر هم جوړ او تکمیل شو ،کوم چې په راتلونکې کې به دشهري محکمې قاضي صایبان ورڅخه ګټه پورته کوي ،زه فکر کوم چې ددې تعمیر په بشپړولو سره به ان شالله چې دقضاتو داستوګنې دنه شتون ستونزه حل شي او په تکمیل سره به یې دغه منطقه هم دښه ښکلا څخه برخمنه شي“
دخوست داستناف محکمې رئیس دیادې ودانیزې پروژې دکار دپیل په مراسمو کې وویل ،چې پدې ودانیو او رهایشي کورونو سره به دخوست دقاضیانو ډیرې ستونزې هوارې شي او دوی لپاره به دکار کولو یو ښه چاپیریال برابر شي:
”دغه تعمیر چې ټول مواصفات يې جناب والي صیب بیان کړل ،دا دوالي صیب په خاصه توجه او همکارۍ باندې جوړ شو ،موږ ورته له لوی خدای نه اجرونه غواړو ،پدې باندې زموږ دقاضیانو مکملې ستونزې هوارې شوې او هواریږي ،پدې کې به قاضي صایبان په ښه شکل سره استوګنه کوي ،پدې کې به تعلیم کوي،پدې کې به تعلم کوي ،پدې کې به دوسیې لیکي او پدې کې به خپل امور سرته رسوي“
دیادونې وړ ده ،چې دامهال دخوست یوازې په څو ولسوالیو کې محاکم فعال دي او دډیریو ولسوالیو محاکم دخوست په مرکز کې خپلې چارې سمبالوي ،دې کارسیمه وال له ستونزو سره مخامخ کړي او په پرله پسې توګه يې په ولسوالیو کې دمحاکمو دفعالولو غوښتنې کړې دي.
خبریال/نجیب الله الوخیل-خوست