د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

ولسمشر حامد کرزي قطر ته سفر وکړ


ولسمشرکرزی د یوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ د قطر پایتخت دوحې ته روان شو.

د افغان چارواکو په باور د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، پانګه اچوونه او سوداګري او په قطر کې وسله والو طالبانو ته د دفتر د پرانستلو په اړه خبرې دوحې ته د ولسمشر کرزي د سفر اصلي اجنډا جوړوي.

د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال "فایق واحدي" د شنبې په ورځ قطرته د جمهور رییس کرزي له روانیدو وروسته آزادي راډیو ته وویل چې؛ ښاغلی کرزی به د قطر له امیر او نورو قطري چارواکو سره پر بیلا بیلو سیاسي، اقتصادي او داسې نورو مسایلو خبرې وکړي.

ښاغلي واحدي څرګنده کړه چې، په افغانستان کې د سولې روانې هلې ځلې او په دوحې کې وسله والو طالبانو ته د دفتر پرانستل له قطري چارواکو سره د ولسمشر کرزي د خبرو اصلي ټکي دي:

"ټاکل شوې ده، د دې سفرپه ترڅ کې د سولې پروسې پر بیلا بیلو اړخونو خبرې وشي؛ په دې ترڅ کې به د وسله والو مخالفانو لپاره په دوحې کې د دفتر د پرانستلو په هکله هم له قطري چارواکو سره خبرې وشي.

موږ هیله من یو چې، د دواړو خواوو ترمنځ د علاقې وړ مسایلو په هکله ښه پرمختګونه ولرو."


ولسمشرکرزی دوحې ته د قطر د امیر په بلنه دا دوه ورځنی سفر ته ترسره کوي.

په دې سفر کې له ولسمشر سره د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د سولې د عالي شورا رییس او د دارالانشا رییس یې صلاح الدین رباني او انجنیر محمد معصوم ستانکزی ملګري دي.

افغان حکومت هڅه کوي چې، د سولې د خبرو آترو لپاره په قطرکې د طالبانو لپاره دفتر پرانستل شي.

د سولې خبرې د افغانستان مالکیت:

ولسمشرکرزي تل ټینګار کړی چې، د سولې هرډول خبرې اترې باید د سولې له عالي شورا سره د افغانستان په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.

خو یوشمېر سیاسي څیړونکي وایي چې؛ ګمان نه کیږي ولسمشر کرزی قطرته له دې سفرڅخه هغه څه ترلاسه کړي چې دی یې غواړي.

د سیاسي چارو څیړونکي وحید مژده آزادي راډیو ته وویل چې؛ وسله وال طالبان به هیڅکله په قطر کې له افغان حکومت سره خبرو آترو ته غاړه کې نږدي:

"که د ولسمشر کرزي هدف دا وي چې، په قطر کې طالبانو ته کوم دفتر پرانستل شي او هغوی باید افغان حکومت او د سولې له عالي شورا سره خبرې وکړي، طالبان هیڅکله دا خبره نه مني.

زما په باور که چیرې دا سفر د همدې هدف لپاره وي؛ نو بې نتیجې به پای ته ورسیږي. د طالبانو غوښتنه دا ده چې بهرنیان باید له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د وتلو نیټه اعلان کړي او په بشپړ ډول له دې هیواد څخه ولاړشي."


وسله والو طالبانو تردې وړاندې په وار وار ویلي چې؛ له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې نه کوي، دوی وایي چې، سولې ته به هغه وخت تیار شي چې؛ بهرني ځواکونه یومخ له افغانستان څخه ووځي.

وسله والو طالبانو دا شرایط په داسې حال کې وړاندې کړي چې د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې ټینګې شوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي سند په اړه هم خبرې اترې روانې دي.

پاکستان د سولې په برخه کې ریښتینی نه دی:

افغان حکومت تردې وړاندې تل ټینګار کړی چې؛ پاکستان کولای شي، طالبان له افغان حکومت سره خبرو اترو ته را مات کړي، خو په عین حال کې دا یې هم ویلي چې، اسلام آباد تراوسه په دې برخه کې هیڅ ډول عملي او صادقانه اقدامات نه دي کړي.

افغان چارواکو په خپلو تازه څرګندونوکې ویلي چې؛ له دې وروسته د پاکستان له همکارۍ پرته د سولې هڅې پرمخ بیایي.

څیړونکي وایي چې، قطرته د ولسمشرکرزي سفر هم همدا څرګندوي چې؛ ښایي افغانستان د اسلام آباد له همکاریو نا هیلې شوی وي او اوس په دې هڅه کې دی چې د قطر په څیر له نورو هیوادونو څخه په دې برخه کې مرسته او همکاري وغواړي.
XS
SM
MD
LG