د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

د کورنیو چارو وزارت د "ISI" وروستۍ راپور رد کړ


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستان د استخبارتي ادارې ای اس ای راپور رد کړ چې ویلي یې دي افغانستان د پاکستانیو طالبانو ملاتړ کوي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، چې دا د خپلو خلکو د غولولو لپاره د ای اس آی د ادارې یوه هڅه ده.

افغانستان چې تل یې ادعا کړې، په پاکستان کې یې له وسلوالو مخالفینو ملاتړ کیږي، دا ځل دا تور پاکستان پرې لګولی.

د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې ای اس ای د دې هېواد سترې محکمې ته په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان د پاکستانیو ‎طالبانو ملاتړ کوي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقي صديقي دغه راپور د خپلو خلکو د غولولو لپاره د آی اس آی د ادارې هڅه وبلله.

ښاغلي صدیقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ددې راپور په ردولو سره وویل، چې افغانستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې تر ټول مهم رول لوبولی:

"په دې راپور کې چې کومه ادعا شوې ده هغه بیخي بې اساسه او له حقیقته لرې ده. دا یوه جعلي راپور ته ورته دی.

د افغانسان خلک او حکومت د تیرو یولسو کلونو راهیسې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې تر ټولو لوی او مهم رول لوبولی دی او تر ټولو ډیره قرباني یې ورکړې چې له ترهګرۍ سره جګړه وشي او په سیمه کې ترهګرۍ له منځه یوړل شي، نه یوازې د افغانستان د امنیت لپاره بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره. "


د پاکستان استخاباراتي ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان د هغو پاکستانیو طالبانو ملاتړ کوي چې د تیرو شپږو کلونو راهیسې د اسلام اباد پر ضد جنګيږي.

په دې راپورکې ویل شوي، چې د ډیورڼد د کرښې د افغانستان په خوا کې د پاکستان ضد عناصرو له خوا د طالبانو لوژیستیکي، مالي او روزنیزه مرسته کیږي، ځکه خو یې په پاکستان کې فعالیت زیات شوی دی.
پخوا تر دې پاکستانیو چارواکو دا ادعاوې هم کړې وې چې ددې هیواد د وسلوالو مخالفینو د یوې ډلې مشر په کنړ کې دی او د افغانستان حکومت ترې ملاتړ کوي.

فضل الله له کنړ سره په پوله د پاکستان په باجوړ سیمه کې فعالیت لري، خو د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي دا ادعا هم بې اساسه وبلله:

"د ملا فضل الله موجودیت چې خپله یو پاکستانی طالب دی، ده په خپله په مرکو کې ویلي چې په افغانستان کې نشته او په پاکستان کې دی. موږ دقیق معلومات لرو چې ملا فضل الله په افغانستان کې نشته."

په دې وروستیو کې د پاکستان د دولت د وسلوالو مخالفینو یو مشر مولوي فقیر محمد افغانستان ته له اوښتو سره سم ونیول شو.

پاکستان له افغانستانه فقیر محمد غوښتی دی خو د افغانستان حکومت تراوسه د هغه د ورسپارلو ډډه کړې.

افغانستان له پاکستان سره تر ټولو اوږده پوله لري چې په اکثرو ځایونو کې پرې وسلوال په اسانۍ تګ او راتګ کولای شي.

خو د افغانستان حکومت وايي چې د پاکستان په خاوره کې یې اوس هم وسلوالو مخالفینو ته منظمنه روزنه ورکول کیږي او مالي مرسته یې کیږي.
XS
SM
MD
LG