د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۳۴

افغانستان

د ننګرهار په بهسودو کې د نشه يي توکو دوه تنه قاچاقبران نیول شوي

د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې د نشه يي توکو دوه تنه قاچاقبران نیول شوي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډيو ته ویلي، چې امنيتي ځواکونو يي د چهار شنبې په سهار دوه تنه د نشه يي توکو قاچاق بران د اولس کیلو ګرامه تریاکو سره نیولي دي.

د نوموړي په خبره دغو قاچاقبرانو غوښتل،چې نشه يي توکي له کونړ ولایت څخه جلال اباد ته را انتقال کړي، چې ونیول شول.

د مشرقي وال په خبره د نیول شویو کسانو قضیه د نشه يي توکو پرضد د مبارزې دفتر ته سپارل شوې او ترې پوښتنې روانې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

چارواکي: طالبانو ارزګان کې دوه ماشومانې نجونې وژلي

د ارزګان ترینکوټ ښار یوه برخه

د ارزګان امنیتي چارواکي پر وسله‌والو طالبانو تور لګوي چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې یې دوه ماشومانې نجونې وژلې دي.

د ارزګان امنیه قوماندان سمونوال شفیق‌الله سهار نن ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو پرون ماښام د مرکز ترينکوټ اړوند خانقاه سيمه کې هغه دوه ماشومانې نجونې په ډزو ووژلې چې په خپله ځمکه کې یې بادام ټولول.

ښاغلی سهار زیاتوي: "دا ماشومانې د بادامو ټولولو ته تللې وې چې ظالمانو انداخت پرې کړی او شهیدانې کړې یې دي. دوی نه ښځو ته ګوري نه ماشومانو ته، نه کشرانو او نه مشرانو ته."

د سمونوال سهار په وینا وژل شوې نجونې یوه اووه کلنه او بله نهه کلنه وه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

شاهین قول اردو: فاریاب کې ۷ وسله‌والو مخالفینو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ارشیف، فاریاب کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۷ تنه وسله‌والو مخالفینو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دغه قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي د پنجشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د ملي اردو یو اکمالاتي کاروان د فاریاب د مرکز میمنې ښار له کمپ څخه د خواجه سبز پوش پر لارې روان وو چې په لاره کې یې له وسله‌والو طالبانو سره جګړه ونښته. د یو ساعته جګړې پر مهال ۳ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي."

ښاغلي رضایي وویل په دې نښتو کې د ملي پوځ اکمالاتي کاروان ته زیان نه‌دی رسېدلی او په خوندي ډول تر خپل مقصده ورسېد.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

حمد الله محب: د دیني عالمانو امنیت د حکومت لومړیتوب دی

د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمد الله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي د هېواد د دیني عالمانو د امنیت ټینګښت د حکومت لپاره په لومړیتوبونو کې راځي.

حمد الله محب دا خبره د پنجشنبې په ورځ د دیني عالمانو د خوندیتوب کمېټې په لومړنۍ غونډه کې وکړه.

د ملي امنیت شورا په یوې خبرپاڼه کې د ښاغلي محب له قوله ویل شوي چې د دې کمېټې غونډې به په دوامداره توګه ترسره کېږي څو د دیني عالمانو د امنیت ټینګولو په اړه بحثونه وشي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې دا کمېټه د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د سپارښتنې سره سم جوړه شوې ده.

په افغانستان کې د دیني عالمانو د خوندیتوب نشتوالي په اړه اندېښنې وروسته له هغه ډېرې شوې چې په جون میاشت کې په پلازمېنه کابل کې د وزیر محمد اکبر خان جومات ملا امام مولوي ایاز نیازی او د شېرشاه سوري جومات ملا امام عزیز الله مفلح په دوو جلا چاودنو کې ووژل شول.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي چې د دغو پېښو په اړه هر اړخیزه ارزونه شوې، خو په اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

اشرف غني: طالبان دې د سولې خبرو درشل کې له ماین خښولو لاس واخلي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر وایي چې طالبان باید د حکومت د سولې د مرکچي پلاوي سره د خبرو په درشل کې له تاوتریخوالي او په ځانګړي ډول د ماینونو له خښولو لاس واخلي.

ښاغلي غني په کندهار ولایت کې د ماین په یوې چاودنه کې د یو شمېر ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیه کې ولسمشر د کندهار پرونۍ پیښه په کلکه غندلې ده.

د کندهار چارواکو وویل چې د پنجشنبې په ورځ په پنجوایي ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو ماشوم او درې ښځې ووژل شول او د شپږ نور ماشومان ټپیان شوي دي.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې دا ماین طالبانو د سړک په غاړه کې خښ کړی وو. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

تر اوسه د دې پیښي مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

کندهار کې ۳ ښځې او یو ماشوم وژل شوي 

کندهار

کندهار کې درې ښځې او یو ماشوم په سړک کې د یو ایښودل شوي ماین چاودنې وژلي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن د اګسټ په ۱۳مه ازادي راډیو ته وویل چاودنه په پنجوايي کې شوې او په‌کې شپږ ملکي وګړي چې څلور یې کوچنیان دي، ژوبل شوي هم دي.

یوې امنیتي سرچینې چې د رسنیو سره د خبرو د اجازې نه‌لرلو په خاطر یې نه‌غوښتل نوم‌یې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، دا کسان ټول د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې د یو پولیس د کورنۍ غړي دي.

د دې برید مسؤلیت تر اوسه چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په وروستیو کې وویل چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ۱،۲۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

افغان حکومت: له طالبانو سره پر هره مسئله مذاکره کوو، خو باج نه‌ورکوو

ارګ

د افغانستان حکومت وايي، له طالبانو سره پر هره مسئله مذاکره کولای شي، خو باج نه‌شي ورکولی.

د ولسمشر د ستراتېژیکو چارو او عامه اړیکو سلاکار وحید عمر نن (د اګسټ په ۱۳مه) په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د دوی مرکچي پلاوی چمتو دی.

وحید عمر وویل: "زموږ پلاوی په ټولو مسئلو له طالبانو سره خبرو ته تیار دی، خو داسې نه‌شو کولای چې له طالبانو سره به په خبرو کې ناست یوو او په فراه کې به چاودنه کېږي او بیا طالب راته ووایي چې دا خبره مې ومنه که نه بله چاودنه کوم."

دا لا دقیقه نه‌ده څرګنده شوې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو خبرې په کومه ورځ پیلېږي، خو حکومت ویلي چې پلاوی یې تیار دی. د افغانستان حکومت د طالبانو سره د خبرو لپاره یو پلاوی چې ۲۱ غړي لري برابر کړی دی. په دې کسانو کې پنځه ښځې دي.

تخار کې نامعلومو وسله‌والو یوې لېسې ته اور ورته کړ

د تخار ولایت نقشه

د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې نامعلومو وسله‌والو نن سهار یوې لېسې ته اور ورته کړ.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ازادي راډیو ته وویل، د ابو عثمان تالقاني لېسې ته چې د ښار په زړه کې او امنیه قوماندانۍ ته نږدې ده، اور ورته کړل شوی او په ترڅ کې یې د دې لېسې ودانۍ، اسناد او رسمي مکتوبونه سوځېدلي دي.

هغه زیاته کړه: "زموږ د تحقیقاتو ټیم اوس پلټنه پیل کړې، اطفائیه هم په موقع هلته ورسېده او اور یې مړ کړ."

په دې لېسه کې شااوخوا ۳ زره زده‌کوونکي درس وایي.

دا په تخار ولایت کې درېیم ښوونځی دی چې د نامعلومو وسله‌والو له لوري سوځول کېږي.

علوي: پاکستان له افغانستان سره دوه اړخیزو اړیکو ته زیات اهمیت ورکوي

د پاکستان ولسمشر عارف علوي

د پاکستان ولسمشر عارف علوي وايي، هېواد یې له افغانستان سره دوه اړخیزو اړیکو ته تر ټولو زیات اهمیت ورکوي.

د پاکستان ولسمشر دا خبره د افغانستان له سفیر عاطف مشعل سره د خدای پامانۍ په مهال وکړه.

په اسلام‌اباد کې د سفیر په توګه د ښاغلي مشعل کاري دوره پای ته رسېدلې ده.

د پاکستان ولسمشر همداراز وویل، هېواد یې بشپړ ژمن دی چې له افغانستان سره په ټولو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ۵ نوې پېښې ثبت شوي

د پولیو له امله ماشوم فلج شوی

په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۵ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت یوه مسؤل محمد صدیق د ترکیې انادولو خبري اژانس ته ویلي، دا پنځه واړه پېښې پرون په جنوبي ولایتونو کندهار او زابل کې ثبت شوې دي.

افغانستان کې له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د ګوزڼ ضد واکسین د کرونا وبا د خپرېدو له کبله درول شوی و، خو اوس تازه بېرته پيل شوی دی.

په افغانستان کې د مارچ له میاشتې راهیسې د پولیو ۳۴ پېښې ثبت شوې دي.

په ټوله نړۍ کې یوازې افغانستان او ګاونډی پاکستان‌یې د پولیو ویروس لري.

فراه کې چاودنې ۴ پولیس وژلي او شااوخوا ۲۰ ملکیان ټپیان کړي

ارشیف

په فراه کې یوې چاودنې څلور پولیس وژلي او شااوخوا ۲۰ ملکیان‌یې ټپیان کړي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند محب‌الله محب ازادي راډیو ته وویل، چاودنه تېر ماښام د ښار په څلورمه ناحیه کې د هغو چاودېدونکو توکو له امله شوې چې زرنج موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه چې زموږ څلور زړور پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی، چاودنه کې ۱۵ ملکیان چې ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ځوانان په‌کې دي، ژور ټپیان شوي چې د پولیسو له‌خوا روغتونونو ته لېږدول شوي دي."

محب وایي دا چاودنه داسې مهال وشوه چې له سیمې د پولیسو یو رنجر موټر د تېرېدو په حال کې و.

کورنیو چارو وزارت بیا د پولیسو مرګ‌ژوبله همدومره یاده کړې، خو ویلي یې دي چې پېښه کې ۲۲ ملکیان ټپیان شوي.

تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسؤلیت نه‌دی منلی، خو د فراه چارواکي یې د طالبانو کار بولي.

بهرنیو چارو وزارت: مسکو کې د افغان سفیر مأموریت پای عادي اداري بهیر دی

په مسکو کې افغان سفیر لطیف بهاند

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په مسکو کې د افغان سفیر لطیف بهاند د مأموریت پای یو عادي اداري بهیر دی.

دغه وزارت پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ښاغلی بهاند کابل کې پر یوې نوې دندې ګمارل کېږي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان دولت له روسیې سره خپلو ښو او مخ پر ودې اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او نږدې راتلونکي کې به دغه هېواد ته بل سفیر ولېږي.

له دې وړاندې په روسیه کې ډیپلوماتیکو سرچینو ازادي راډیو ته منلې وه چې ولسمشر محمد اشرف غني له مسکوه خپل سفیر ورغوښتی دی.

دغو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، په مسکو کې د سفارت سرپرستي بل افغان ډيپلومات همایون محتاط ته سپارل شوې ده.

لطیف بهاند د څو کلونو لپاره په مسکو کې د افغان دولت فرهنګي اتشه پاته شوی او د ۱۳۹۷ کال د لړم له میاشتې راهیسې په روسیه کې سفیر و.

پلخمري کې ماین چاودنې د دوو رسنیو دفتر ویجاړ کړی

د افغانستان عمومي نقشه کې بغلان ولایت

د بغلان پلخمري ښار کې ماین چاودنې د سیمه‌ییزې راډیو ارمان شهر او شهربانو اوونیزې دفتر ویجاړ کړی دی. د چارواکو په وینا پېښه پرون ماښام شوې.

د دې دواړو ادارو مشر سید عظیم هاشمي نن (د اګسټ ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې په چاودنو کې چا ته د سر زیان نه‌دی اوښتی، خو مالي تاوان‌یې اړولی دی.

سید عظیم هاشمي زیاتوي: "دې چاودنې زموږ د دفتر څو کمپیوټرونه خراب کړي، زموږ په دفتر کې کار ممکن نه‌دی او زموږ پر همکارانو یې منفي اغېز کړی دی."

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر، نی دا حمله غندلې او له امنیتي ځواکونو یې غوښتنه کړې چې د رسنیو امنیت ته پام وکړي.

د بې‌پولې خبریالانو د نړیوالې ادارې په وینا، افغانستان د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره له ډېرو خطرناکو هېوادونو دی.

چارواکي: سرپل کې وسله‌والو طالبانو دوه ملکيان ووژل

د افغانستان په عمومي نقشه کې سرپل ولایت

دوه ولسي وګړي د سرپل د سانچارک ولسوالۍ کې په هغه برید کې وژل شوي چې چارواکي وايي طالبانو کړی.

د سانچارک ولسوال، نقیب‌الله دقیق نن (د اګست ۲۲مه) د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې په وژل شویو کې یو ۱۳ کلن هلک هم شامل دی.

نقیب‌الله دقیق زیاتوي: "یو ۱۳ کلن بزګر هلک چې شفیع‌الله نومېده، سږ کال د اسد په ۲۰مه د وسله‌والو طالبانو په ماین الوتی و، روغتون ته په لاره کې د خواجه سرخ په سیمه کې، وسله‌والو طالبانو بیا حمله ورباندې کړې، هغه‌یې له یوه خپلوان سره تښتولی او پرون ماښام‌یې دواړه په مرمیو غلبېل کړي دي."

د سانچارک ولسوال وویل چې دوهم ملکي وګړی چې په دې پېښه کې وژل شوی یو سپین ږیری سړی دی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

افغان حکومت: طالبان دې د حکومت پاتې جنګي اسیران خوشې کړي

ارشیف، قطر کې یو شمېر طالبان

افغان حکومت له وسله‌والو طالبانو غوښتنه کوي چې له دوی سره د حکومت پاتې جنګي اسیران دې خوشې کړي.

په امنیت شورا کې د ملکي خلکو د خوندیتوب د برخې مشر، انتظار خادم نن (د اګسټ په ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د هغو ۴۰۰ بندیانو چې د هغه په وینا حتی په قانوني ډول د خلاصون وړ نه‌و، د خلاصولو د پلان د عملي کولو چارې پيل شوې دي.

انتظار خادم وايي: "هغوی باید زموږ بندیان راخوشې کړي، که د هغوی بندیان کورنۍ لري، زموږ بندیان هم کورنۍ لري، که د هغوی بندیان د خوشې کېدو لپاره رهبري لري، زموږ بندیان هم رهبري لري او دا به تعقیب کړي."

طالبانو له حکومت سره د سولې د خبرو د پیل لپاره د خپلو ۵،۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو شرط وړاندې کړی و، تر اوسه د هغوی ۴،۶۰۰ بندیان د حکومت له زندانونو او توقیف ځایونو خوشې شوي دي.

وسله‌والو طالبانو ویلي د حکومت تر زر تنو زیات بندیان‌یې خوشې کړي، هغه شمېر چې د دوحې د تړون له مخې یې دوی خوشې کېدو ته ژمن وو.

انتظار خادم ونه‌ویل چې طالبانو سره څومره حکومتي اسیران لا هم پاتې دي.

نوموړي وویل، ۴۰۰ طالب بندیان به زر خوشې شي او د خوشې کېدو چمتووالی یې روان دی.

پکتیا کې د مچلغو بند د جوړېدو په چارو نیوکې زياتې شوي

د مچلغو بند

په پکتیا کې د مچلغو بند په چارو نیوکې.

د پکتیا له مرکز څخه ختیځ لور ته په شااوخوا ۱۴ کیلو مترۍ کې پراته د احمدابا ولسوالي، چېرته چې مچلغو بند جوړیږي.

له احمدابا ولسوالۍ شمالي لوري ته، چېرې چې پراخه دښته او ګڼ کلي موجود دي، نږدې پنځه کیلو متره مزل وروسته د مچلغو کلی راځي، د دې کلي په بر سر کې د دوو لویو غرونو په منځ دره کې یاد بند جوړيږي.

له دې بنده د غرونو په څنډه کې دوه کانالونو غځیږي، چې یو یې د سید کرم ولسوالۍ په لور او بل یې هم د احمدابا ولسوالۍ د ځمکو خړوبولو لپاره جوړیږي.

د دې بند چارې د پلان مطابق په څلورو کالونو کې بشپړیږي، خو د سیمې خلک یې چارې پڅې بولي او وایي، په ځینو برخو کې له بې کیفیته موادو هم ګټه اخیستل کېږي او ځینې وختونه یې چارې ودرېږي.

د پروژې مسؤل جاوید احمد هجرت وایي، د بند د جوړیدو چارې د پروپوزل سره سمې په ښه کیفیت روانې دي.

د مچلغو د بند چارې چې په تېرو څو کلونو کې درې ځله پیل شوې، خو بېرته د امنیتي ستونزو له امله په ټپه ودریدې.

دا ځل یې د جوړېدو چارې د ارګ عملیاتي ادارې په لاس کې اخیستې او تر اوسه د دې بند ۹ سلنه کار پر مخ تللی.

د دې پروژې د مسؤلینو په خبره دا بند به د ۲۳۰۰ هکټاره ځمکې د خړوبولو او تر ۴۰۰ کیلوواټه برښنا د تولید ظرفیت ولري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG