د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

"د اکاډمیکو مسایلو د اعتبار لپاره باید د نړۍ له هېوادونو سره اړیکې ولرو"


د لوړو زده کړو وزارت وایي، هڅه کوي چې د نړۍ له نورو هېوادونو سره د علمي او اکاډمیکو اړیکو له لارې د هېواد د تحصیلي اعتبار کچه لوړه کړي.

د دې وزارت چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل، هڅه یې دا ده چې له هغو هېوادونو سره دا ډول اړیکې پياوړې کړي، چې افغان محصلین دا مهال زده کړې په کې کوي.

د لوړو زده کړو وزارت چارواکې په دې باور دي چې افغانستان ته د بهرنیو محصلینو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان محصلینو تګ کولای شي د هېواد علمي او اکاډمیکې اړیکې لا پياوړي کړي.

د دې وزارت ویاند محمد عظیم نوربخش د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، دوي په همدې هدف یوه طرحه جوړه کړې، چې له مخې یې بهرني محصلین کولای شي په افغانستان کې لوړې زده کړې وکړي:

"په افغانستان کې د اکاډمیکو مسایلو د اعتبار او پیاوړتیا لپاره موږ باید د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې ولرو.

دا موضوع زموږ په کاري لومړیتوبونو کې ده، د دې لپاره مهمه دا ده چې افغان او بهرني محصلین یو له بله سره تګ راتګ وکړي."


نوربخش زیاته کړه، د همدې طرحې له مخې څلویښت تنه ترکي محصلین سږ کال افغانستان ته راغلي او غواړي په کابل پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسوي.

د لوړو زده کړو وزیرعبیدالله عبید د سې شنبې په ورځ د ترکي محصلینو د راتګ په غونډه کې وویل، هېواد ته د بهرنیو محصلینو راتګ د دې ښکارندویي کوي چې د افغانستان درسي نصاب ښه شوی دی.

خو د دولسمو ټولګیو ځینې فارغان چې د ۱۳۹۱ لمریز کال په کانکور کې بې نتیجې پاته دي وایي، حکومت باید د ترکي محصلینو پرځای افغان ځوانان لوړو زده کړو ته جذب کړی وای.

ضیاالرحمان او حسیب الله په دې اړه داسې وویل:

"۱ - ډیری ځوانان او زده کوونکي په کانکور کې بې نتیجې پاته دي، اوس موږ خبر شو چې د ترکېې ځینې محصلین هېواد ته راغلي او غواړي کابل کې زده کړې وکړي، نو زما په نظر ښه به دا وه چې خپله افغان ځوانانو ته چانس ورکړل شوی وی.

۲ - ټول له ښوونځي څخه فارغه شوي، هغوي ته ځای نه دي ورکړل شوی او له بهره خلک راغواړي، دا یوه غلطي ده."


خو د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې د افغان زده کوونکو دا ډول انتقادونه پرځای نه دي دا ځکه چې دا مهال شااوخوا لس زره افغان محصلین له هېواده بهر لوړې زده کړې کوي.

په پخوانیو وختونو کې هم لسګونه بهرني اتباع افغانستان ته راغلي او دلته یې خپلې لوړې زده کړې کړي دي، خو په دې وروستیو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې څلویښت تنه بهرنیان د لوړو زده کړو لپاره کابل ته راځي.

راپور : اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG