د کابل او واشنګټن ترمنځ خړپړشویو اړیکو ته په پام سره د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کېري پرون په کابل کې په داسې یوه حالت کې په عام محضر کې راڅرګند شول چې؛ ګواکې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې قوي دي او د امریکا خلاف د ولسمشر کرزي ورستیو سختو څرګندونو ورته زیان نه دی رسولی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او افغان ولسمشر حامد کرزي چې د زیانمن شویو اړیکو د ترمیم لپاره یې پرون په عام محضر کې یووالی څرګند کړ؛ نن د دوهم ځل لپاره خبرې ترسره کړي.
کري پرون وروسته له هغې چې د امریکا متحدو ایالتونو د کرزي د اوږدې مودې غوښتنه پرځای کړه او د بګرام د زندان مسوولیت یې افغان حکومت ته وسپاره افغانستان ته ورسید.
د کرزي او کري د نننیو خبرو په اړه زیات جزیات نه دي خپاره شوي؛ خو د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې کرزي پر امریکا د انتقادونو په ترڅ کې د بګرام زندان او په دې زندان کې د سلګونو بندیانو مساله ډیره غټه کړې وه او هغه یې په داسې حال کې د افغانستان له ملي حاکمیت سره تړلې وه چې؛ امریکا د راتلونکې میلادي کال ترپایه له دې هیواده د خپلو محارب ځواکونو د زیاتې برخې وتلو ته تیاری نیسي.
په وروستیو اونیو کې د امریکا خلاف د کرزي له څرګندونو وروسته دی او کري دواړه ډیرخوښ په عام محضرکې راڅرګندشول و، د دوستۍ څرګندونه یې وکړه اوټینګاریې وکړچې، دوه اړخیزې اړیکی بېرته ښه شوي دي.
کرزي وویل، نن د افغانستان لپاره یوه ښه ورځ ده چې د بګرام زندان بالاخره له کلونو هڅو وروسته افغان حکومت ته وسپارل شو.
جان کری وویل، امریکا له افغانستان سره اوږدمهاله شراکت ته متعهده ده اودا هیواد د یوه قوي او یوموټي افغانستان ملاتړکوي. هغه زیاته کړه امریکا د افغانستان ملي حاکمیت ته ژمنه ده او پرې به نږدي چې القاعده اوطالبان دغو ژمنو ته زیان ورسوي.
جان کري دغه رازوویل چې، هېواد يې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او پوهیږي چې، جګړه او تاوتریخوالي د بحران د حل لاره نه ده. د جان کري په وینا د افغانستان مساله باید د خبرو اترو له لارې هواره شي.
افغان ولسمشردغه راز وویل، دی په پام کې لري چې، په نژدې راتلونکې کې قطرته ولاړشي او د امریکا په مرسته د سولې د خبرو د پرمخ بیولولپاره د طالبانو لپاره په دوحه کې د یوه دفترد پرانستلو په باب خبرې وکړې.