د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۱۱

"د افغانستان وضعيت مخ په ښه کېدو دی"


په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانۍ عمومي قومندان وايي په وروستیو څو کلونو کې افغانستان د زیاتو پرمختګونو شاهد وو.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پخوانۍ عمومي قومندان وايي د افغانستان وضیعت مخ په ښه کیدو دی، د دې هیواد امنیتي ځواکونه ورځ تربلې پیاوړي کیږي او داسې مرحلې ته په رسیدو دي چې وکولۍ شي له خپل هیواد څخه دفاع وکړي.

جنرال جان الن د هغو ګامونو په اړه چې په افغانستان کې د ده د کار په موده کې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره اخستل شوي وویل:

"یو لومړیتوب مو چې افغانستان ته د تلو په لومړۍ ورځ ورسره مخامخ وو داو چې په دوو کلونو کې مونږ باید افغان ځواکونو ته د عملیاتو مشري وسپارلې وای.

د دې لپاره چې هغوي دې مرحلې ته ورسیږي او وتوانیږي چې عملیاتو ته دوام ورکړي مونږ باید ددغو ځواکونو تشکیلاتي توانمندي ښه کړی وای. د هغوي ظرفیتونه مو پیاوړي کړي وای. پریکنده کار مو کړی وای چې افغان ځواکونو ته د اړینو اکمالاتو او هوايي ملاتړ سیستم مو ښه کړی وای .ښه لاسته راوړنې مو لرلي او هغوي لویه لاره ووهله."

جنرال جان الن چې په واشنګټن کې يې د بروکنګز انسټیټیوټ کې دا څرګندونې کولې وویل؛ د ده د ماموریت پر مهال د افغانستان په ځینو برخو کې نړیوال ځواکونه په سمه توګه ځای پر ځای نه وو او ښايي په دغو سیمو کې د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته هم ناارامي موجوده وي.

نوموړي په دې لړ کې د افغانستان ختیځو سیمو ته اشاره وکړه.

"د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په لومړي سر کې به هم په افغانستان کې جګړه روانه وي. د ایساف د ماموریت پای ته رسیدل او د دې ځواکونو د مشورتي ماموریت پیلیدل په دې معنې نه ده چې؛ جګړه به پای ته ورسیږي.

افغانستان به بیا هم له جګړې وروسته بحران سره مخامخ وي او د وسله والو فعالیت به تر یوې اوږدې مودې دوام وکړي."

جنرال الن وویل، د وخت په تیریدو او د افغانستان په ختیځ کې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په زیاتیدو سره به افغان سرتیري او پولیس وتوانیږي چې وضیعت کنترول کړي.

"کله چې ما ماموریت پای ته ورسوه نو د هغې ورځې په مقایسه چې زه دغه هیواد تللی وم دې ته زیات هیله مند وم چې کامیابي به څه وي.

دلیل داو چې د ۲۰۱۲ کال تر پایه د افغانستان اردو منظمه شوې وه او څرنګه چې وینو د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو په اوږدو کې به دااردو ښه شکل غوره کړي چې زمونږ لپاره هیله بخښونکې ده."

د افغان کوماندو ځواک په اړه دغه امریکايي جنرال ویلي چې دغو سرتیرو په غوره توګه روزنه ترلاسه کړې او په جګړه کې يې خپل موثریت څرګند کړی دی.

جنرال جان الن ویلي، په روغتیايي او د پوهنې په برخو کې هم افغانستان د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

د هغه په وینا دا مهال ۹ میلیونه افغان ماشومان او ځوانان چې ۴۰ په سلو کې يې انجونې دي، په کلني ډول ښونځیو ته ځي او افغانستان یوه اوږده لاره ترشاه پریښې ده.
XS
SM
MD
LG