د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

د افغانستان د کانونو سپړل وخت او پیسو ته اړتیا لري


د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې د افغانستان د کانونو او طبیعي زیرمو په راسپړلو یو راپور خپور کړی او په کې پیل کې یې په تخار کې په یوه دره کې د کانونو د نړېوالو څیړنکو د یوې ډلې د کار کیسه کوي چې افغانان هم ورسره ملګري دي او په سیمه کې د طبیعي سر چینو په څیړنه بوخت دي .

ورځپاڼه د رابرټ میلیر په نوم د دې څیړونکې ډلې د یو غړي له خولې وايي، چې نژدې په هرځای کې یې د کیندنو پر مهال میس موندلې دي.

رابرټ میلر د کان کیندنې د یو کولوراډو میشتي شرکت سره کار کوي، چې د پینټاګون له خوا استخدام شوي، څو افغان چارواکو ته سلا مشوره ورکړي چې د خپل هېواد طبیعي زیرمې څنګه راسپړلی شي.

نوموړی ویلي د دوی موندنې ډیرې هڅونکي دي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه وايي، څیړنو موندلې ده، افغانستان چې د نړۍ یو تر ټولو بې وزله او جګړه زپلی هېواد دی د هایدروکاربون او مینرالونو دومره زیرمې لري چې ارزښت یې تر یو ټریلون ډالرو زیات دی.

خو ورځپاڼه د ځینو کارپوهانو له خولې شک څرګندوی او وايي، د دې لپاره کلونه وخت او په میلیاردونو ډالر پکار دي چې د بريښنا پروژې، د اورګاډو پټلۍ او نور زیربنايي تاسیسات جوړ شي څو دا مودا د دې هېواد له غرنیو سیمو انتقال شي.

خو میلر، چې په تخار کې په څیړنو بوخت د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دا په دې برخه کې د افغانستان په وړتیا شک نه لري.

لاس انجلس ټایمز د افغانستان د کانونو او صنایعو د وزیر وحیدالله شهراني له خولې وايي، د افغانستان کانونو او د تیلو سیکټور کولای شي په کال کې یو نیم ملیارډ ډالر ددې هېواد د حکومت پر عوایدو ورزیات کړي ، او یونیم سل زرو کسانو ته به کار پیدا کړي .

د نوموړی په وینا دا به د افغانستان له اقتصاد سره تر ۲۰۱۶ م کال پورې د کال پنځه میلیارده ډالر مرسته وکړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا افغان حکومت ته د باګرام د زندان د بشپړې سپارنې په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده او په سر کې یې وايي :

د میاشتو ځند او د افغان او امریکايي چارواکو له خوا پر یو بل د تورونو له پورې کولو وروسته د شنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې افغان حکومت ته د باګرام د زندان د سپارنې په برخه کې یو توافق ته رسیدلي دي.

ورځپاڼه وايي، دا توافق به د ولسمشر حامد کرزي د حکومت سره د امریکا د اړیکو یو ناندریز باب وتړي.

د ورځپاڼې په وینا د دې میاشتې په پیل کې د امریکا متحده ایالات کابل ته د چک هیګل د سفر پر مهال افغان حکومت ته د دې زندان د سپارنې له پلانه په وروستۍ شیبه کې په شا شول.

ورځپاڼه د امریکا د دفاع د وزارت له یو چارواکي له خولې وايي، افغان لورې په ځانګړې توګه ډاډ ورکړی، چې د زندان له ورسپارنې وروسته به هغه بندیان نه خوشې کیږي چې د امریکا متحده ایالات یې ډیر خطرناک بولي.

دې چارواکي ویلي، د شوي توافق له مخې به د امریکا متحده ایالات کولی شي چې د زندانیانو په اړه چې ایا خوشې شي کنه افغان چارواکو ته مشورې ورکړي خو ورستۍ پریکړه به افغان چارواکي کوي.

د نیو یارک ټایمز ورځپاڼې په وینا باګرام یوازینی وروستی پاتې زندان دی چې په کې د افغانستان په جګړه کې مشکوک وسلوال د اوږدې مودې لپاره ساتل کیږي او دا مهال په کې تر څلور زرو پورې کسان بندیان دي .

د لیکوال په وینا افغان لورې ته ددې زندان سپارنه په افغانستان کې د امریکا د جګړې د ختمولو په برخه کې مهم ګام ګڼل کیږي .
XS
SM
MD
LG