د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

په سږني نوروز کې د خوستوالو په ژبه د سولې ارمان وو


د نوروز یا نوي کال لومړی ورځ په خوست کې هم د ماشومانو، ځوانانو او سیمه والو همدا رنګه د ښځو او نجونو له خوا په زیارتونو، میله ځایونو او باغونو کې د ناستو، د میلو، کنسرټونو او اتڼونو په واسطه ولمانځل شوه.

په خوست کې سږنۍ نوروز یا د نوي کال لومړی ورځ د امنیتي ارګانونو له خوا د کلکو امنیتي تدابیرو په شتون کې په پراخه کچه ولمانځل شوه.

د خوست زرګونه خلک، ځوانان، ماشومان، نجونې او میرمنې جوپې، چوپې د خوست مشهورو زیارتونو لکه ککرک ابا، متون بابا، د تڼیو ادماما، وضو ګل ابا او همدارنګه یو شمېر میله ځایونو،غونډیو، دغرونو لمنو او میلمه کوټ او فارم باغونو ته ولاړل او د میلو، کنسرټونو، اتڼونونو او میلو له لارې يې د دې دودیز او لرغوني جشن لمانځنه وکړه.

د خوست ځوانان او خلک دې دودیز جشن ته خوشاله ول او هیله يې درلوده، چې سږنۍ نوی کال به په افغانستان کې د تلپاتې سولې او امن کال وي.

د خوست په بېلابېلو میله ځایونو کې د خوست یو شمېر اوسیدونکو خپل نوروزي احساسات راسره په دې توګه شریک کړل:

"بریالی روان یم، د خوست اوسیدونکې له نیکه مرغه نن په ټول افغانستان کې د۱۳۹۲یم لمریز کال لومړی ورځ ده، موږ د نوي کال مبارکي د افغانستان ولس ته وړاندې کوو، خدای دې وکړي چې دا کال په افغانستان کې د سولې، امن، ترقۍ او ثبات کال و اوسي، موږ ټول ځوانان ډیر خوشاله یو او د خوشالۍ احساس کوو، په یووالي او اتحاد سره د خوښیو د احساساتو په څرګندولو سره دغه ورځ، چې د افغانستان په تاریخ کې یوه عنعنوي ورځ ده لمانځو."

د خوست یو تن ځوان شاعر رحیم سکندر په ځانګړي ډول شاعرانو ته د نوي کال مبارکې وايي او خپل دوه بیتونه په دې توګه خپلو مینه والو ته وړاندې کوي:

"ګل درپسې وټوکېدل پل دې بختور شولو،،،، ما هم د سپرلي په موسم ښکل کړلې ښاغلی شوم،،،تش دومره دې ویلي وای، چې کال راباندې برشولو،،،زه دې سکندر په مطلب سرته رسیدلی شوم."

د ګل سعید متونوال په نوم د خوست یو تن اوسیدونکې خپل احساسات او مبارکۍ په دې توګه وړاندې کړي:

"۱۳۹۲یم لمریز کال د افغانستان ټول مسلمان او متدین ولس ته مبارکۍ وړاندې کوم، لکه چې لیدل کېږي سږ کال د نورو کلونو په پرتله په پر امنه فضاء کې د خوشالیو، اتڼونواو میلو په جوړولو سره د خلکو او ځوانانو له خوا لمانځل کېږي."

خلیل جان ګریزوال، چې په متون بابا کې له خپلو ملګرو سره په میله کې وو، ويې ویل که چېرې سوله راشي نو هره ورځ به له نوروزه کمه نه وي:

"دا چې د نوي کال لومړی ورځ ده نو خلک ډیر خوشاله دي، دوي میلې کوي، اتڼونه کوي تر څو دا نوی کال يې بختور او سوکاله شي، کچېرې هېواد کې پایداره سوله تامین شي نو هره ورځ به له نوروزه کمه نه وي."

د اسلم هڅاند په نوم د خوست د مرکز د اړوند سیمې یو تن اوسیدونکې هم د نوي کال په مناسبت د مبارکېو د وړاندې کولو تر څنګ هیله څرګندوي، چې دا کال به تر پایه د امنیت فضاء ولري.

د یادونې وړ ده سږنۍ نوروزي جشن داسې مهال خلکو په خوښیو لمانځه، چې دوي تر ډیره د امن او ارامۍ احساس کاوه او د ټولو واحد غږ او امید دا وو، چې تر دې وروسته د تل لپاره په افغانستان کې سوله تامین شي.

نجیب الله الوخیل –خوست
XS
SM
MD
LG