د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۵۱

"په افغانستان کې د شوي پرمختګ ساتنه باید وشي"


د افغانستان په ارتباط غربي ورځپاڼو بیا هم بېلابېلې تبصرې کړي دي.
اسټرالین ورځپاڼې:

اسټرالین ورځپاڼې په یوه مقاله کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو د وزیر باب کار په حواله لیکلي، چې په افغانستان کې د شوي پرمختګ ساتنه باید وشي.

ښاغلي کار ویلي، چې په افغانستان کې پرمختګ د پيسو او وینې په بیه ترلاسه شوي او په دې هېواد کې موجود اداري فساد په تیره یوه لسیزه کې دا هڅې اغیزمنې کړې دي.

ورځپاڼه لیکي، چې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر بیا هم د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته وخت کې د افغانستان وضعیت د امیدوارۍ څخه ډک بللی دی.

دې چارواکي ویلي، چې په افغانستان کې اقتصادي وده په کال کې ۸ فیصدو ته رسیدلې، افغانانو د عمر اوسط لوړ شوی دی او صحي امکانات هم د خلکو لپاره زیات شوي دي.

دا ټول څرګندوي، چې په دې هېواد کې د غربیانو لس کلنې هڅې په بشپړ ډول نه دې ضایع شوې.
د آسټرالین ورځپاڼې په حواله، باب کار ویلي، چې په افغانستان کې لاس ته راوړنې په اسانۍ متاثره کېدلای شي او که چېرې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره مرسته ونه کړي تر څو په خپلو پښو ودریږي او پر ځان متکي شي، دا لاس ته راوړنې له خطر سره مخامخ کېدلای شي.

باب کار ټینګار کړی دی، چې که څه هم دا لاس ته راوړنې متاثره کېدلای شي، خو د ملګرو ملتونو د سازمان تعهدات مهم دي او د پرمختګونو ساتنه باید وشي.

د اسټرالیا د بهرنیوچارو وزیر همدا راز د افغانستان حکومت خبرداری ورکړی، چې د اسټرالیا او د نورو هیوادونو د دې دوامدارو مرستو په بدل کې باید د حکومت دارۍ یو سالم سیسټم رامنځ ته کړي په ځانګړي ډول، کله چې د اداري فساد خبره کېږي.

د اسټرالیا د بهرنیوچارو وزیر اسټرالین ورځپاڼې ته ویلي:
نړیوالو په افغانستان کې ستره پانګونه کړې ده او په دې هېواد کې اداري فساد نه شي زغملای.

د باسټن هرالد ورځپاڼې د هغو دوو امریکايي عسکرو د ژوند کېسه کړې، چې غوښتل یې په افغانستان کې واده وکړي او د دې واده پر خواشینونکي خاتمه یې تبصره کړې ده.

ورځپآڼه لیکي، چې د امریکا په پوځ کې د واده دا پلان او دا داستان د هلي کوپټر تر سقوط وروسته پاي ته ورسید.

د امریکا د پوځ دا دواړه غړي کریس کولین او سیرا نتسن د هلي کوپټر پیلوټان وو.

سیرا نتسن ۲۷ کلنه وه او د مارچ په یولسمه نیټه یې هلي کوپټر سقوط وکړ او ووژل شوه.

کریس کولین باسټن هرالد ته ویلي : موږ دواړو به د کندهار په پوځي مرکز کې د سهار چای سره وخوړ او د راتلونکي ژوند پلانونه به مو سره جوړول.

کریس کولین د مارچ په لسمه نیټه، د خپلې میرمنې د هلي کوپټر تر سقوط او مړینې یوه ورځ مخکې بدخشان ته د یوه بل ماموریت لپاره استول شوی وو.

ده ورځپاڼې ته ویلي: ډير افسوس کوم، چې د میرمنې د ژوند په اخري سهار مې د هغې سره مجلس ونه کړ.
XS
SM
MD
LG