د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

د خوست ولایتي شورا یو شمېر وزیران خوست سره په تعصب تورن کړل


د خوست د ولایتي شورا استازیو د یوې ګډې خبري ناستې له لارې د مرکزي حکومت یو شمېر وزیران نوموړي ولایت ته په ناپامۍ تورن کړل.

دوی یادونه وکړه، چې د مرکزي حکومت چارواکي د خوست خلکو سره تشې ژمنې کوي، خو په عمل کې يې تر اوسه هیڅ هم نه دي کړي، دوی وايي که چېرې د دوي غوښتنو ته پاملرنه ونه شي نو په سوله ییزو لاریونونو به لاس پورې کړي.

د چهارشنبې په ورځ د خوست د ولایتي شورا استازیو د خبري ناستې پر مهال یادونه وکړه، چې د بیارغونې په ډګر کې د مرکزي حکومت د چارواکېو د ناپامۍ له کبله يې د صبر کاسه ډکه شوې او تر دې وروسته به د خپلو حقه حقونو د غوښتنو لپاره چوپه خوله نه پاتې کېږي.

د خوست ولایتي شورا رئیس سید کریم خان خاکسار د اوبو برېښنا،سوداګرۍ، ماليې او فواید عامې وزیران په نامه یاد کړل، چې له خوست سره د تعصب له مخې چلند کوي او له پریمانه ژمنو سره، سره يې یاد ولایت ته د برېښنا د لیږد،د اوبو د ذخیروي بندونو او خوست-ګردیز سړک د جوړولو،غلام خان بندر د ترانزیټ او خوست ته د انکشافي بودجې په انتقال کې يې مرسته نه ده کړې او له دې کبله د خوست د پرمختیا مخه ډب شوې ده:

((دې سرحدي ولایت ته د ځینو وزیرانو له خوا لکه اسماعیل خان، چې په وارداتي برېښنا کې يې اکثره ولایتونه نیولي دي، خو خوست په کې بې برخې پاتې شوی دی، فکر کوم د خارجیانو په پروژو کې هم تغیر راغلی، کله چې موږ له دوي غوښتنه کوو نو وايي، چې موږ حکومت ته پیسې ورکوو، د خوست د ترانزیټ لار پخوا خارجیانو پر غاړه اخیستې وه خو اوس همدا پلمه کوي، په زاخیلوال صیب کې مشکلات ډیر دي او خصوصاً له خوست سره ډیر تعصب لري.

بل دا چې تاسو ته مالومه ده ښاغلی احدي خوست ته راغلی وو او وعده يې وکړه چې تاسو ته به صنعتي پارک جوړوم خو په خپلو وعدو کې رښتینی ثابت نشو،همداشان دفواید عامې وزیر له خوا دخوست –ګردیز سړک څو ځلې په قرارداد ورکړل شو خو په یو او بل نوم دا کار ځنډیږي.))

د ولایتي شورا وکېلې زهره جلال د خبري کنفرانس ګډونوالو ته وویل، چې دویمې درجې ته د خوست د لوړولو ټول قانوني مراحل بشپړ دي،خو مرکزي حکومت لدې کاره ډډه کوي.

دې وايي، که چېرې مرکزي حکومت پدې ولایت کې پرمختیايي پروژې نه پلي کوي نو ددې ځای عواید دې نه غواړي،تر څو پدې عوایدو دبیارغونې کارونه ترسره شي:

((موږ اړوندې مرجع ته تللي یو او غوښتنه مو کړې چې باید خوست دویمې درجې ته ارتقاع وکړي،خو متاسفانه تر اوسه ي طځواب منفي دی، په خوست کې تراوسه داسې اساسي او معیاري پروژه چې له 50تر 100تنو پکې کاروکړي نده ترسره شوې،نو که مرکزي حکومت داسې کوي باید له موږه عواید ونه غواړي.))

دخوست ولایتي شورا استازي داودشاه مکېن زوی ګواښ وکړ،کچېرې دخوست دولایتي شورا غوښتنې په پام کې ونه نیول شي نو ولسونه به په پراخه کچه سوله ییزو لاریونونو ته وروبولي:

((دا دخوست دخلکو اساسي غوښتنې دي او باید پدې اړه مرکزي حکومت جدي توجه وکړي،کچېرې بیاهم دوی پدې راستا کې ناغیړي کوي نو دخوست دولسونو زغم په ختمیدو دی،موږ به په صلح امیز شکل خپلو غوښتنو ته دوام ورکوو او دخوست دخلکو دامشروع غوښتنې به تر پایه پیګیري کوو.))

دیادونې وړ ده دخوست مدني ټولنې،قومي مشرانو او ګڼو بنسټونو یادې غوښتنې په کراتو وړاندې کړي خو مرکزي حکومت يې په اړه کوم داسې څه ندي ترسره کړي،چې دخلکو درضایت او قناعت لامل شي.

نجیب الله الوخیل-خوست
XS
SM
MD
LG