د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۴

"امریکایي ځانګړي ځواکونه به ډیر ژر له میدان وردکه ووځي"


د دفاع وزارت وایي، چې د میدان وردک ولایت د نرخ له ولسوالۍ څخه د ځانګړو امریکایي ځواکونو له وتلو سره به د هغوي ځای افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ولسمشر کرزي نږدې یوه میاشت مخکې لارښوونه وکړه، چې ځانګړي امریکایي ځواکونه دې په دوو اونیو کې له میدان وردکه ووځي.

افغان حکومت په میدان وردک ولایت کې ځانګړي امریکایي ځواکونه د دې ولایت له اوسیدونکو سره په زور زیاتي او په ناحقه د خلکو په نیولو تورن کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل، چې نړېوالو ځواکونو له افغان چارواکو سره په تازه لیدنه کې موافقه کړې، چې سپیشل فورس یا ځانګړي امریکایی ځواکونه به له میدان ورد ک څخه وباسي:

"نړېوال ځواکونه تیاری لري چې د میدان وردک ولایت له نرخ ولسوالۍ څخه خپل ځانګړي ځواکونه وباسي او هلته د ملي اردو ځواکونه ځای پرځای شي ښایی ترڅو راتلونکو ورځو پورې دا ستونزه په بشپړ ډول حل شي.

ځانګړي ځواکونه یوازې په نرخ ولسوالۍ کې دي او کله چې له دې ولسوالۍ څخه ووځي په دې معنی چې له میدان ورک ولسوالۍ څخه ووتل".

د دفاع وزارت ویاند وویل، چې د نړېوالو ځواکونو یو افغان ژباړونکی، چې د میدان وردک ولایت له اوسیدونکو سره یې زور زیاتی کړی د دوی تر جدي تعقیب لاندې دی.

د جنرال عظیمي په خبره دا ترجمان ذکریا نومیږي خو اوس لا درکه دی،ده وویل د افغان ځواکونو یوشمیر افسران چې د دې افغان ترجمان په مخنيوی کې پاتې راغلی د دوی لخوا نیول شوي او اوس تر څیړنو لاندې دي.

په عین حال کې آیساف وایی چې د امریکایی او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډانفورډ په میدان وردک ولایت کې د ایتلافي ځواکونو په اړه د چهارشنبې په ورځ له ولسمشرکرزي سره په ارګ ماڼۍ کې خبرې وکړې.

جنرال ډانُفورډ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په میدان وردک ولایت کې یې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال لړۍ د عملي کولو په اړه موافقه کړې.

یوه بله مساله چې افغان حکومت او امریکا یې په اړه له ډیرې مودې راهیسې ناندرۍ وهي هغه افغان حکومت ته د بګرام زندان بشپړ سپارل کیدل دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل چې د افغان چارواکو او امریکایی ځواکونو ترمنځ افغان حکومت ته د بګرام زندان د سپارلو په اړه هم د پام وړ پرمختګونه شوي:

"د بګرام زندان په اړه هم زه کولای شم ووایم چې مونږ نهه نوي فیصده موافقې ته رسیدلي یو.

یو فیصد چې پر کومو مسایلو خبرې پاتې دي مونږ هیله لرو چې په نږدې ورځو کې دا هم حل شي".

ولسمشر کرزي او د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د تیرې شنبې په ورځ د ټلفوني له لارې افغان حکومت ته د بګرام زندان د سپارلو او په میدان وردک کې د موجودې وضعې په اړه خبرې وکړې.

سره له دې چې افغان حکومت په بشپړ ډول د بګرام زندان د مسوولیت پر اخستلو ټینګار کوي خو ویل کیږي چې امریکایی چارواکي دا یقیني کول غواړي،هغه بندیان چې له دې زندان څخه ازادیږي باید بیرته د جګړې لیکو ته ونه ګرځي.
XS
SM
MD
LG