د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

ولسمشر اوباما، له اسراییله کتنه پیل کړه


د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر بارک اوباما نن له اسراییل څخه کتنه پیل کړه.

سپينه ماڼۍ وایي، د دې سفر هدف له یهودي دولت سره د امریکا د دوستۍ پیاوړي کول او د هغې ژمنې تازه کول دي چې امریکا د اسرايیلو د امنیت په اړه کړې ده.

د ایران اټمي پروګرام، سوریه، مصر او د فلسطین مساله هغه موضوعات دي چې ویل کیږي، د اسرايیلو د نوي بیا ټاکل شوي صدراعظم بینامین نیتانیاهو او اوباما ترمنځ د خبرو د اجندا په سرکې وي.

د امریکا د ملي امنیت د سلاکارمرستیال بینجامین رودز خبریالانو ته وویل، چې له دې سفره د پام وړ نتیجو تمه نشي کیدای ځکه اوباما نه نوي وړاندیزونه لري او نه هم نوی سیاسي دریځ:

“موږ دا بیخي واضح کړې چې دغه سفرد دې لپاره ندی چې یونوی وړاندیز وړاندې شي یا موږد یوې مشخصې مسالې په اړه کارپای ته ورسوو.

دا ښکاره خبره ده چې دغه سفرد وخت له پلوه مهم دی او هغه داسې وخت ترسره کیږي چې په اسرایلو کې نوی حکومت جوړ شوی او متحدوایالتونو کې هم نوی حکومت چې دواړه غواړي په خپلو کې پر هر اړخیزو ستراتیژیکي مسایلو خبرې وکړي.”


په داسی حال کې چې یوه خواهم دانه وایي چې دغه سفر به مهمې لاس ته راړونې ولري خو کارپوهان وایي، اسرایلو ته د اوباما داسفربه چې د اسراییل خلکو ته د هغه وینا هم پکې شامله ده، اوباما ته دا فرصت برابرکړي چې د هغو کسانوشکونه لیرې کړي چې د امریکا اسرایلو د دوستۍ په اړه د اوباما ادارې پرژمنې بې باوره شوي دي.

د کارنیګي د سولی په نړیوال انسیتوت کې څیړونکی اریل لیواټ چې پخوا د اسراییل د ملي امنیت مرستیال و، د دې سفرد اهمیت په اړه وایي:

"له اوږدې مودې راهیسې د دې سفرتمه کیده. داچې اوباما په خپله لومړنۍ دوره کې اسراییل ته سفرونکړ، دا د ده لپاره په یوې دردونکې مسالې بدله شوې.

دې مسالې هغو کسانو ته د دې پلمه ورکړه چې د اسرایلو او د اسرایلود امنیت په برخه کې د هغه په نیت بدګمانه دي.

دا د ده لپاره یوه هڅه ده چې دغه شکونه لیرې کړي اوهم به ورته د دې امکان ورکړي چې په یو ډول ثابته کړي چې دی د دې شي په فکر کې دی."


لیواټ دغه راز وایي، اوباما به د اسراییل د پارلمان له هغو وکیلانو سره وګوري چې د یهودی نویو میشت ځایونو د جوړولو د پروسې د بندولولپاره د امریکا د دریځ مخالف دي او د اوس لپاره د ایران په وړاندې پرډیپلوماسۍ پوځي اقدام غوره ګڼي.

اسراییل ته د اوباما د سفر په اجندا کې له څومهمو سمبولیکو ځایونو څخه کتنه هم شامله ده. دی به هغه کتیبې وګوري چې له اسراییل سره د لرغونو یهودانود اړیکو ټینګښت ثابتوي، د اسرایلو د هوایي مدافع سیستم به له نژدې وګوري او یادواشیم د هالوکاست د قربانیانو یادڅلي ته به د درناوی مراتب څرګند کړي.

اوباما به دغه راز د اسراییل او فلسطییانو ترمنځ د سولې د خبرو په مقصد د مارچ په ۲۱ لویدیځې غاړې ته ولاړشي اود فلسطینې ادارې له مشر محمود عباس سره به غرمنۍ وخوري.

سپینه ماڼۍ وایي چې لویدیځې غاړې ته د اوباما لنډ سفر به یوځل بیا د سولې له پروسې سره د امریکا پرملاتړتاکید وکړي.

اوباما به دغه سفرله اردن څخه په کتنې پای ته ورسوي. اوباما به د اردن له پاچا عبداله سره د سوریې د روان کړکیچ په اړه چې تراوسه پکې شاوخوا اویا زره کسان وژل شوي او سلګونوزره نورکډوال شوي، خبرې وکړې.

د امریکا د سولې په انستیتوت کې د عربو کارپوه لوسي کورتزیرایلینبوګین وایي، اوباما به په اردن کې یوځل بیا د سوریې له ولسمشربشارالاسد څخه وغواړي چې قدرت پریږدي:

"زه فکر کوم هلته به د دې هڅه وشي چې اسد ته یوقوي پیغام ورکړي چې د ګوتې په شمارورځې یې پاتې دي، لوبه ختمه ده، هغه ته پکارده چې لیرې شي. زه فکرکوم له اردن څخه د ملاتړد ترلاسه کولوهڅه به زماپه عقیده یقینا د دی هدف یوه برخه وي، ځکه اردن هم له نورو ګاونډویانو سره د سوریې په اړه ورته دریځ لري."

پرون کله چې اوباما له واشنګټنه د اسرایل پرلوري سفرپیلاوه ورسره سم په همدی ورځ د ناتایید شویوراپورونو له مخې د سوریې د جګړې دواړو ښکیلو خواو یوبل د کیماوي وسلو په کارولو تورن کړل.

اوباما ویلي چې په سوریه کې د امریکا د مداخلې لپاره سره کرښه هغه ده چې که د اسد ځواکونه له کیماوي وسلو کارواخلي.

دا نده څرګنده چې دغه حد د وسله والو مخالفینو لپاره هم تعین شوی اوکه نه؟
XS
SM
MD
LG