د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

پاکستان د پوځیانو له ډنډو یا کودتاه څخه بچ شو


د پاکستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې ملکي یا منتخب حکومت خپله دوره پوره کړه او د پوځیانو له ډنډو یا کودتاه څخه بچ شو.

د پاکستان مهم ګوندونه، پیپلز ګوند، پاکستان مسلم لیګ نواز او تحریک انصاف هلې ځلې کوي، چې د صدراعظمۍ څوکۍ خپله کړي. دا چې په پاکستان کې ګوندونه د انتخاباتو او ګټلو لپاره څنګه هلې ځلې کوي، د ګټلو احتمالات او امکانات په کومو مسلو څرخي.

په داسې یوه هېواد کې چې یوازې په سلو کې ۳۵ کوچنیان یي متوسطو ښوونځیو ته ځي او بې وزلې په کې یو واقعیت دی، دا هم اسانه ده چې په انتخاباتو باندې د ۲۲۰ میلیونو پونډو د لګښت په اړه فکر وشي، خو نواز شریف هلې ځلې کوې چې د پاکستان د صدرات څوکۍ خپله کړي.

ګاردین لیکي: نواز شریف په پنجاب کې د حکومت په مالي ملاتړ یا سبسایډۍ د ایرګنډیشن لرونکو بسونو سیستم فعال او په کار واچاوه چې دي کار په خلکو زیات اغیز کړی دی.

د ګاردین په باور، د پاکستان پیپلز ګوند پرته له دې چې د دې هېواد په تاریخ کې یي خپله کاری دوره بشپړه کړه، نور یي داسې کوم ستر کار نه دی کړی چې دا مهال ورباندې وویاړي.

اصف علي زرداري چې په ۲۰۰۸ م کال کې د هغه د میرمنې بي نظیر بوټو د قتل وروسته د خلکو د خواخوږۍ پر اساس یي انتخابات ګتلې وو، د وسله والو له شخړو، د اداري فساد له تورونو او د برښنا د کمښت له ستونزو سره لاس او ګریوان و او د اقتصادي ودې لپاره یي د نظر وړ کار نه دی کړی.

د ګاردین په نظر، پیپلز ګوند ممکن په سترو او ګڼ میشتو ښارونو کې رای خپلې نه کړې، خو زرداری لا هم چانس لرې چې د خپل ګوند مربوط صدراعظم راجا پرویز اشرف په واسطه د خلکو راي تر لاسه کړي.

زرداري چې د جمهوري ریاست دوره یي په سپتمبر میاشت کې پاي ته رسیږي، داسي سیاست وال دی چې پر قدرت باندي د پاته کیدو لپاره هر ډول سازش او معاملې ته حاضر دی.

پیپلز ګوند د پنجاب او سند ایالاتونو په اطرافو یا لیري پرتو سيمو کې یعنې په هغو برخو کې چې ستر ځمکه وال یا فیوډالان په رايي ورکوونکو پوره او ټینګ واک لري، زیات ملاتړ لري.

د زرداري په اصطلاح بله غوړه مړۍ د هغه ۲۴ کلن ځوې بلاول بوټو زرداری دی چې د انګلستان په آکسفورډ پوهنتون کي یي زده کړې کړې ، د خپلې مور بي نظیري او نیکه ذولفقار علي بوټو نوم او شهرت هم ورسره دی.

پیپلز ګوند د بي نظیري د عاید د ملاتړ پروګرام په نامه له بي وزلو خلکو سره د مرستو لپاره له یو میلیارد ډالرو زیاتې پیسې لګولې او پنځه اعشاریه ۲ میلونه خلک یي په پښو درولې دي.

په پنجاب ایالات کې د نواز شریف بل حریف د کریکټ د پخوانې ستورې لوبغاړې عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند دی چې سیالیو ته یي زور ورکړیدی.

ددي ګوند شاوخوا یو لک ملاتړو په لاهور ښار کي جلسه وکړه او د عمران خان له وینا وروسته داسي آوازې خپرې شوې چې یو سیاسي سمندري توپان یا سونامې به د پاکستان سیاست وال په مخه کړې او ددي هیواد د دوو مهمو ګوندونو د اداري فساد او اوږدې مودې واکمني به ختمه کړي.

د نواز شریف مسلم لیګ ګوند په پنجاب ایالت چې د پاکستان د نفوسو په سلو کي شپیته پکې ژوند کوې، واکمن دی.

دا ګوند هڅه کوې چې د مهمو او سترو پروژو په عملې کولو سره د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي.

دوي ځوانانو ته وړیا لاپ ټاپونه ورکړل او دغه راز یي په لاهور ښار کې د میترو بسونو پروژه په یولسو میاشتو کې بشپړه کړه.

نواز شریف چې په ۱۹۹ کال کې د جنرال مشرف له خوا دیوې پوځې کودتاه پواسطه لري شوی و، غواړي له هند سره اړیکې ښه کړې او خپل زیات پام اقتصادي ودې ته واړوي.

ده د تیرې جمعې په ورځ د خپل ګوند د کړنلارې د معرفې کولو پر مهال وویل چې دی به پاکستان د اسیا په پړانګ بدل کړي، حکومتې ادارې به عصري کړې او اداري فساد به ورته په هیڅ ډول د زغم وړ نه وي.
XS
SM
MD
LG