کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو د نورو ورځو برخلاف خپل مطالب، لیکنې او تبصرې د پسرلي لومړۍ ورځې یا نوروز ته ځانګړي کړي دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې په کابل کې د نوروز جشن لپاره تیاری روان دی، ولې د ښار په لارو او کوڅو کې داسې پاڼې ویشل شوي، چې په هغه کې د نوروز جشن حرام بلل شوي.
د مطلب لیکوال لیکي، دا چې د نوروز جشن یې حرام بللی د دې ترشا پلان شوی مخالفت لاس لري، چې د سیمې د هېوادونو د استخبارات له خوا ترتیب شوی.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې د کندهار د دیني عالمان نو پریکړه راخیستې چې د نوروز په اړه یې کړې دوی وايي، چې د نوروز لرغونی دود دی، مذهبی صبغه نه لري.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، افغانان په دغه ورځ د پسرلي راتلو ته خوښي ښکاره کوي، دغه ورځ د افغانانو تاریخي او کلتوري ورځ ده او هیڅکله یې په دیني او مذهبي بڼه نده لمانځلې.
د مطلب د لیکوال په اند هغه څوک چې د دې ورځې لمانځنه حرامه او ناروا بولي او دې ورځې ته دیني صبغه ورکوي، ورڅخه غوښتنه کوو، چې نور دې د افغانانو کلتوري، فرهنګي او لرغونې ورځې نه بې ارزښته کوي او په دې کړنې سره دې د دښمن ژرندې ته اوبه نه اچوي.
خدمتګار ورځپاڼې په کابل کې د دیني چارو کار پوه محمد حسن حقیار خبرې راخیستې، چې ویلي دي که څوک دا ورځ په مذهبي توګه، نو له زردشتیان سره یې مشابهت راځي او ناروا دي.
ښاغلی حقیار زیاتوي، که چېرې دغه ورځ د نوي کال او پسرلي د راتګ لپاره ولمانځل شي او خوښي وکړي، نوهیڅ باک نه لري.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې چې د نوروز ورځو برخلاف په شنه رنګ چاپ شوې په خپله سرمقاله کې لیکي افغانان باید د ښې راتلونکې په هیله نوی کال پیل کړي.
د سرمقالې د لیکوال په باور د نوي کال لمانځنه یوازې د احساستاتو په څرګندولو کې نه ده نغښتې، بلکې د نوي کال پیل د خپلو ټولو چارو د ارزونې او پلان جوړونې لپاره ښه فرصت دی.
په سرمقاله کې راغلي بشري ټولنه، حکومت، سیاسي او ټولنیز جوړښتونه او هر افغان باید د تېر کال په اوږدو کې خپل کړه وړه وارزوي او ورسره سم د راتلونکي کال لپاره خپل پروګرامونه له سره جوړ کړي.
انیس دولتي ورځپانې هم نن خپله ګڼه په شنه رنګ چاپ کړې او د سرمقالې عنوان یې دی نوي کال یا نوروز باید څه ډول ونمانځل شي؟
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې د حقیقت لري چې د نوروز د ورځې لمانځل په ریښتیا هم دمسلمانانو کار نه بلکې د مجوسیانو میله وه.
د لیکوال په اند خو که چېرې یاده ورځ داسې ولمانځل شي چې زموږ دیني مقداساتو ته په کې زیان ونه رسیږي هیڅ پروا نه کوي.
د سرمقالې لیکوال امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه کوي چې د نوروز په ورځ داسې پراخ او ګټور امنیتي پلانونه جوړ کړي چې خلک وکولای شي په یاده ورځ خپلې میلې په امنیت کې په خوشحالیو ترسره کړي.
چمتوکوونکی: رحمت الله افغان