چارواکي وايي، چې په زابل ولايت کې د سرحدي پوليسو په يوه پوسته د پوليس خپل منځي شخړه شوې او وروسته يې ډزې سره کړې دي.
چارواکي وايي، پېښه تېر ماښام د زابل په شلمزو ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو په يوه پوسته کې شوې ده. چې له امله يې درې تنه سرحدي پوليس وژل شوي دي.
د چارواکيو په خبره، په پوسته کې د يو تن سرحدي پوليس له خپلو ملګرو سره خبره اوښتې، وروسته يې لاس سره اچولی او په پای کې يې پر خپلو ملګرو ډزې کړې دي.
د هېواد په جنوب کې د سرحدي پوليسو د ۳۰۳ زون قومندان مل پاسوال تفسير خان خوګياڼی وايي؛ چې قاتل پوليس د خپلو ملګرو تر وژلو له پوستې څخه پښې سپکې کړې دي؛ خو دوی يې اوس هم د نيولو په موخه په سيمه کې پلټنې کوي.
"دا پېښه په سپينکي سيمه کې شوې ده، دا کومه جدي خبره نه وه، د ملګرو تر منځ شخړه شوې وه؛ وروسته يو پوليس په خپلو ملګرو ډزې کړې دي، درې تنه يې وژلي او دی په خپله تښتېدلی دی، په پېښه کې څوک ټپي شوي نه دي."
خو قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي؛ وايي چې، د خپلو ملګرو وژونکی پوليس د دوی ملګری وو او اسماعيل نومېده.
ده رسنيو ته په لېږل شوي پيِغام کې ويلي دي چې؛ په وژل شويو پوليس کې د پوستې قومندان هم شامل دی.
څو مياشتې وړاندې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې هم يو سرحدي پوليس خپل ملګري وژلي او بيا ترې تښتېدلی وو.