د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

اوباما د سمندر په پورې غاړې هیوادونو کې د ډرون حملې زیاتې کړې


جمهور رییس بارک اوباما د سمندر په پورې غاړې هیوادونو کې د بې پيلوټه الوتکو حملې زیاتې کړې او دا مساله تراوسه پټه ساتل شوې وه.

خو د اول وار لپاره یې په څرګند ډول د دې الوتکو د کارولو پر نړیوال طرزالعمل د نفوذ هڅې پيل کړې دي.

د رویټرز په حواله، چین او یو شمېر نور هیوادونه هم د بې پيلوټه الوتکو د پروګرامونو د پراختیا لپاره کار کوي.

متحد ایالات لومړی هیواد و، چې پر نیویارک او واشنګټن د سپټمبر تر حملو وروسته یې؛ په بهرنیو هیوادونو کې د تروریستانو د ځپلو لپاره د بې پيلوټه الوتکو څخه کار اخیستل پيل کړل.

خو اوس یو شمیر نور هیوادونه هم د دې تکنالوژۍ څخه د کار اخیستلو لپاره فعالیت کوي.

چین د روان کال د نومبر په میاشت کې د هوايي پوځي تمرینونو په ترځ کې د بې پيلوټه الوتکو له تکنالوژۍ سره خپل علاقه څرګنده کړه.

رویټرز اژانس د چین د یوې دولتی ورځپاڼې (Global Times) په حواله لیکلي؛ چې چینايي چارواکو غوښتل، چې د بې پيلوټه الوتکو د حملې لومړۍ ازموینه پر هغه سړي وکړي، چې په ۲۰۱۱ کال کې د دیارلسو چینايي ماڼوګانو په وژلو تورن شوی وو.

خو د همدې سرچینې په حواله، چینايي چارواکي وروسته له دې پلانه پيښمانه شول او د تورن د وژلو پر ځاي يې هغه ته د محاکمې چانس ورکولو پریکړه وکړه.

د سپیني ماڼۍ یوه پخواني ویاند "ټومي ویټور" (Tommy Vietor) د رویټرز اژآنس ته ویلي: "خلک دا پوښتنه کوي، چې که روسیه او چین دا تکنالوژي تر لاسه کړي، نو څه به وشي؟ ولسمشر له دې اندیښنو ښه خبر دی او غواړي، چې له دې وسیلې د کار اخیستلو په اړه د نړیوالې ټولنې لپاره طرز العمل رامنځ ته کړي."

خو دا لا نه ده څرګنده شوې، چې د امریکا متحد ایالات به د بې پيلوټه الوتکو د عملیاتو د کنټرول لپاره څه ډول سټنډرډ رامنځ ته کوي او په دې برخه کې د نړیوالو قوانینو لپاره څه وړاندیزونه لري.

په دې اړه د امریکا د حکومت دننه بحثونه روان دي.

د امریکا متحد ایالاتو په تیرو کلونو کې د بې پيلوټه الوتکو د عملیاتو په اړه هر ډول معلومات په لوړه کچه پټ ساتلي وو.

د امریکا د ملي امنیت د شورا لپاره د سپینې ماڼۍ ویاندې رویټرز خبري اژانی ته ویلي:

"د جمهور رییس اوباما ادارې ژمنه کړې، چې د امکان ترحده د بې پيلوټه الوتکو د عملیاتو د پالیسۍ او د حملو د ترسره کولو د پریکړو د څرنګوالي جزیات به کانګرس او خلکو وړاندې کوي."

د سپينې ماڼۍ دې ویاندې ویلي، چې متحد ایالات غواړي په دې برخه کې داسې طرزالعمل رامنځ ته کړي، چې نور ولسونه هم د دوي پر پله ګام کیږدي.
XS
SM
MD
LG