د کابل پوهنتون او د ایران د خراسان پوهنتون ترمنځ یو تړون لاسلیک شو، چې له مخي به یې ایران د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي سره د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کي همکاري کوي.
که څه هم د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي او د ایران د خراسان د ژورنالیزم پوهنځي ترمنځ دغه تړون لاسلیک شو، خو بشپړ جزییات یې خبریالانو ته ورنه کړل شول.
د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي رییس "وحید غروال" د یکشنبې په ورځ د تړون ترلاسلیک کیدو وروسته خبریالانو ته وویل؛ چې د دې تړون پوره جزئیات لا روښانه نه دي او کار پرې کیږي.
ښاغلي غروال وویل، ایران د پنځو کلونو لپاره د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي سره د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې همکاري کوي او ایراني استادان به دلته راځي.
"نن پر دې بریالي شو چې، یو تړون لاسلیک کړو، اوسمهال موږ مسايل د یوه تړون په ډول مطرح کړي او په دې مانا چې د ایران د ژورنالیزم پوهنځی به د پنځو کلونو لپاره د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي سره د ماسټرۍ او دوکتورې په برخه کي همکاري کوي.
ایراني استادان به دلته را بلل کیږي او دغه پروګرامونه به مخته وړي."
خو معلومه نه ده، چې دغه پروګرام به کله پیلیږي، ایراني استادان به څه وخت کابل پوهنتون ته راځي؛ د دې تړون لګښت څو دی او څوک یې ورکوي؟
ایران په تیرو څو کلونو کې له افغانستان سره په فرهنګي او عملي برخو کې همکاریو ته ډيره پاملرنه کړې، خو ځیني کتوونکي دغو همکاریو ته د شک په سترګه ګوري.
ځینې کتوونکي وايي چې، ایران هڅه کوي د مذهب او فرهنګ له لارې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي.
د دغو پوهانو له ډلي ډاکتر توپان وزیري په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د ایران سیاستونو ته په اشاره ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې ایران غواړي بیا هم په مطبوعاتي ډګر کې خپل نفوذ لا پراخ کړي.
په راپورونو کې تر دې پخوا هم داسې اندېښنې ښوول شوي؛ چې ایران غواړي په افغانستان کې ځینو خاصو کړیو ته کار وکړي او د دې هیواد ملي ګټو ته زیان ورسوي.
خو په عین حال کې د افغانستان حکومت تل ایران خپل دوست هیواد بللی او په بیلابیلو برخو کې یې د نیکو اړیکو تمه ورسره لرلې ده.
راپور: معصوم میوند