د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۲۸

"ولسمشر کرزی شخصي او ډله ییزو ګټو ته ډیره پاملرنه کوي"


د افغان حکومت سیاسي اپوزیسیون ملي ایتلاف ولسمشر کرزی ملامتوي چې د ملي ګټو پرځای شخصي او ډله ییزو ګټو ته ډیره پاملرنه کوي.

د دې ایتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ څرګند کړه، چې حکومت قانون او عدالت نه عملي کوي او موجوده نا امني هم د ده په خبره په خپله ولسمشر کرزي رامنځ ته کړې ده.

ډاکټر عبدالله په کابل کې په یوې جوړې شوې غونډې کې د قضایه قوې مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوست او ویې ویل، چې د ملي شورا پریکړو ته هم د حکومت له خوا درناوی نه دی شوی:

"موږ د یوه داسې نظام تر سیورې لاندې یو چې قضایه قوه یې په بشپړه توګه په غیر مشروع حالت کې ده.

حکومت په ملي شورا کې هم بې ځایه مداخلې کړي او مصیبتونه یې د نه پاملرنې له امله ډير زیان یې ورته رسولی دی.

د حکومت په اړه نه غواړم، چې تبصره وکړم ځکه په هکله یې خبرې کول د وخت ضایع کول دی."


ده پر امریکا د ولسمشر کرزي وروستیو انتقادونو ته په اشارې وویل، چې دا ډول څرګندونې د افغانستان لپاره ګټورې نه دي، د ملي ایتلاف مشر پر نړېوالې ټولنې هم انتقاد وکړ، چې په تیرو کلونو کې یې یوازې د ولسمشر کرزي خبرو ته غوږ نیولی وو.

خو د ولسي جرګې ځینې غړي سره له دې چې په حکومت کې ستونزې ډیرې بولي وایي، چې د ولسمشر کرزي تر څنګ یو شمېر نور سیاسي اشخاص هم شته چې باید پرې انتقادونه وشي.

د ولسي جرګې غړي حاجي ظاهر قدیر که څه هم د کومې سیاسي څیرې نوم وانه خیست خو څرګنده یې کړه، چې ځینې اشخاص یوازې د څوکۍ لپاره پر ولسمشر کرزي انتقادونه کوي:

"زه هم د ولسمشر کرزي د سیاستونو مخالف یم خو پوښتنه دا ده چې په دې کې یوازې ولسمشر ملامت دی او که نور څوک هم ورسره دي.

که نور کسان هم له ولسمشر سره په سیاسي پریکړو کې همکاري کوي ولې د هغوي نومونه نه اخیستل کیږي ولې دا بار د یوه کس پر اوږو باروﺉ.

د ولسمشر ترڅنګ نور کسان هم شته، سیاسي ګوندونه هم په دې برخه کې مسوولیت لري.

که چیرې چاه ته څوکۍ ورکړي نو ولسمشر ښه سړی دی او که یې څوکۍ درنکړه نو ولسمشر کرزی بد سړی دی."


پر افغان حکومت د ملي ایتلاف له خوا تر دې وړاندې هم په ورته توګه ډیر انتقادونه شوي، خو افغان چارواکي دا انتقادونه ناسم او احساساتي بولي.

افغان چارواکي په تیره ولسمشرکرزی هم دا مني چې په دولتي ادارو کې فساد زیات دی،قانون په سمه توګه لا نه دی عملی شوی خو ټینګار کوي چې ده ته ترهرڅه د افغانستان ملي ګټې او په دولتي ادارو کې اصلاحات راوستل مهم دي.
XS
SM
MD
LG