غزني چې د يونسکو له خوا په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي نړۍ د تمدن مرکز نومول شوی، نو د دې غوراوي په خاطر يې بايد د لرغونو ځايونو د رغونې ترڅنګ ښار هم پراخ او په بشپړ ډول د اسلامي نړۍ د يو متمدن ښار ښکارندويي وکړي.
د پکتيا ولايتي چارواکو او سوداګرو د غزني د ابادۍ او ښېرازۍ په خاطر د يوې غونډې په ترڅ کې له دوه ميلونه افغانيو زياته مرسته وکړه.
د غزني والي موسی خان اکبرزاده پکتيا ته د سفر پر مهال څرګنده کړه، چې له دې وړاندې يې په نورو ولايتونو کې د مرستې غوښتنه کړې، خو په داسې ډول ورسره چا مرسته نه ده کړې.
نوموړي د خلکو او سوداګرو په مرسته خوښي وښوده خو ويې ويل اسلامي هيوادونو له ژمنې سره،سره ونه شوی کولی د غزني ښار او تاريخي سيمو په بيارغونه او ابادولو کې ونډه واخلي.
ده زياته کړه چې د خلکو په دې ډول مرستو سره به وتوانيږي په غزني کې تاريخي سيمې ابادې او دغه ولايت دې ته چمتو کړي چې د يونسکو له لوري په ټاکلي وخت کې د اسلامي نړۍ د تمدن مرکز په توګه پرانيستل شي.
اکبرزاده وويل دوی به له دې وروسته د هغو مرستندويو په تمه پاتې نه شي،چې تر اوسه پورې يې پرته له ژمنو ورسره په کار کې عملي برخه نه ده اخيستې، دی وايي له دې وروسته به د ولس په همکارۍ خپلو کارونو ته دوام ورکړي:
”په پکتيا کې چې له موږ سره کومې مرستې وشوې زموږ د توقع نه اوچتې وې، موږ به يوه داسې پروژه د دوی په واک کې ورکړو چې دوی يې په خپله جوړه کړې او د غزني په ابادولو کې د پکتياوالو ونډه ثابته شي “
په دې غونډه کې د پکتياوالي، ولايتي شورا وکيلانو، اداري ريسانو او سوداګرو ترڅنګ د مدني ټولنو يو شمېر فعالينو هم برخه اخيستې وه چې په خپل، خپل وار يې د خپلو مرستو اعلان وکړ.
د پکتياوالي جمعه خان همدرد د سوداګرو، وکيلانو او اداري ريسانو د مرستو څخه مننه وکړه او ترڅنګ يې د ولايت په استازولۍ په خپله هم د غزني والي په غوښتنه په ګردېز کې د غزني په نوم د يوې جوړېدونکې دروازې لګښت په غاړه واخيست.
راپور – داود تپان – پکتيا