د انتخاباتو خپلواک کميسیون وايي، که د راتلوونکو انتخاباتو په اړه د خلکو باور ته زیان ورسیږي، نو افغانستان به په راتلوونکې کې کمزوري انتخابات ولري.
د دې کمیسیون رییس فضل احمد معنوي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د رڼو انتخاباتو د بنسټ له خوا په سیاسي چارو کې د ښځو د ونډې د پراختیا په غونډه کې وویل؛ چې اوس مهال په دې هیواد کې بېلابیلې خواوې د انتخاباتو په اړه منفي خبرې کوي.
ښاغلي معنوي له افغان حکومت، سیاسي ډلو، اپوزیسیون او نړیوالې ټولنې وغوښته، چې د راتلوونکو انتخاباتو په اړه د خلکو د باور د غښتلتیا لپاره کار وکړي.
"په انتخاباتي چارو کې له ټولو ښکېلو خواوو په ټینګار غواړم، که د حکومت په خوا کې وي، که سیاسي اپوزیسون، سیاسي ډلو، مدني ټولنې، د انتخاباتي چارو ادارې او حتی نړیوالې ټولنې ته هم وایم، چي د باور جوړونې لپاره کوښښ وکړو.
پر مثبته لار کار وکړو، چې د خلکو عمومي باور خپل کړای شو او په انتخاباتو کې د نارینواو ښځو عمومي ګډون ولرو."
د انتخاباتو کمیسیون رییس وايي، که د خلکو باور د انتخاباتو په اړه زیانمن شي؛ نو په راتلوونکي وخت کې به کمزوري انتخابات ولرو او نتیجه به یې د کمزوري حکومتي نظام منځته راتلل وي.
د ښاغلي معنوي په باور د کمزوري حکومتي نظام په راتلو سره به په نړۍ کې د افغانستان اوسنۍ غښتلی دریځ هم کمزوری شي او پر افغانستان به باور کم شي.
همدارنګه د انتخاباتو کمیسیون رییس د هیواد پر دیني عالمانو غږ وکړ؛ چې په انتخاباتو کې د ښځو د فعالې ونډې لپاره دې د منبرونو له لارې خلک پوه کړي.
د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ او پلان رییسه رحیمه جامي وايي؛ په انتخاباتو کې د ښځو د کمې برخې اخیستنې لامل د ناامنیو ترڅنګ ناپوهي او بېوزلي هم دي.
دا هم له دیني عالمانو غواړي، چې د عامه پوهاوي له لارې ښځې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره وهڅوي.
"هغه ستونزه چې په انتخاباتو کې شته، د افغانستان په ځینو سیمو کې نا امني ده، ولې نور ګواښونه چې په انتخاباتو کې د ښځو د فعالې ونډې مخنیوی کوي؛ فکر کوم بېوزلي ده، نه پوهېدل دي او د سنتونو موضوع ده.
د هیواد په هره سیمه کې چې دیني عالمان دي، دوی دي د اسلام د سپېځلي دین په رڼا کې انتخابات تشریح کړي او خلک دې پوه کړي، چې دا یو قرض دی، په هغه وخت کې کېدای شي په انتخاباتو کې د ښځو ونډه ډیر وي."
د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تیرو انتخاباتو کې افغان ښځو شا او خوا ۴۰ فیصده ونډه درلوده.
په تیرو انتخاباتو کې د افغانستان ډیری ښځو ته د رايې ورکونې بې تصویره کارټونه ورکړل شول؛ چې د انتخاباتو کمیسیون وایي، د دغو کارټونو شمېر د نارینوو د کارټونو دوه برابره وو او په درغلیو کې هم کار ځني واخیستل شو.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلوونکي انتخابات د ۱۳۹۳ کال د وري میاشتې پر ۱۶ وشي.
راپور: معصوم میوند