د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د ایران او پاکستان ترمنځ د غازو نل لیکې پروژه پرانیستل شوه


د ایران او پاکستان جمهورو رئیسانو د دوشنبې پر ورځ په رسمي توګه د غازو نل لیکه پرانیسته.

اصف علي زرداري، چې ماسپښين مهال په یو ورځني رسمي سفر ایران ته تللی دا پروژه د دواړوه هېوادونو او ان سیمې په ګټه بللې او ویلي يې دي، چې هېواد به يې په اقتصادي برخه کې له ایران سره نورې ورته اوږد مهالې پروژې هم پیل کړي.

د اطلاعاتو وزیر او حکومتي ویاند قمر زمان کائره، چې په دې سفر کې له جمهور رئیس سره ملګری دی، ایران ته تر روانیدو وړاندې له دولتي تلویزیون سره په خبرو کې وویل، چې پاکستان داوخت غازو ته سخته اړتیالري او دا پروژه يې یواځې دخپلو ضرورتونو پوره کولو لپاره پیل کړې:

(تايپې یعنې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان و هند ترمنځ دغازو نل لیکې تړون ددې نل لیکې بدیل کیدی شي خو تر هغې چې په افغانستان کې بشپړ امنیت نه وي ټینګ شوی هغه پروژه نشي عملي کیدی.

موږ د خپلو اړتیاوو دپوره کولو لپاره له ایران سره دغه پروژه پيلوو، چې اصل مخصد يې یواځې او یواځې دګازو په برخه کې د پاکستان ضرورتونه پوره کول دي)

د کائره د معلوماتو له مخې ایراني لوري په خپله خاوره کې دننه د۹۰۰ کلومتره نل لیکې دغځولو چارې بشپړې کړي او تمه يې څرګنده کړه چې په پاکستان کې دننه د۷۸۰ کلومترو په اوږدوالي پاتې برخه به يې د دوو کالو په اوږدو کې بشپړه شي.

بل خوا واشنګتن په دې باب ژوره انديښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې دا پروژه ایران ته په ډيره پيمانه د غازو پلورو فرصت ورکوي.

امریکا په دې باور ده، چې دا پروژه دایران له اټومي هڅو سره مرسته کولای شي.

ځینې کارپورهان په دې باور دي، چې ممکن امریکا دې په ځينې مواردو کې پر پاکستان بندیزونه ولګوي او یا هم لږ تر لږه خپلې مرستې ورباندې بندې کړي، خو پخوانی ديپلومات رستم شاه مومند بیا وايي، چې په اوس وخت کې د اسلام اباد په نسبت د واشنګټن مجبوریتونه او ضرورتونه ډير دي او دچا خبره دامریکا د تورې مخه لیمڅي نیولې :

(امریکا به په لومړي سر کې پرپاکستان فشارونه زیات کړي، مالي مرستې به هم کمې یا وځنډوي خو دا هرڅه به لنډمهالي وي، ځکه چې امریکا هم ډير مجبوریتونه لري.

د افغانستان په مساله کې دپاکستان رول ډير مهم دی، کله چې امریکا پر ۲۰۱۴ کال له افغانستانه وځي نو خپل تجهیزات به د پاکستان له لارې بیرته لیګدوي، ایران په مساله کې ځينې مهال پاکستان د منځګړي رول لوبولی شي... دا نور مسایل شته چې امریکا به له پاکستان سره د اړیکو خرابولو ته زړه ښه نکړي)

د امریکا فشارونه پرخپل ځای خو په پاکستان کې دننه په ځانګړې توګه په بلوچستان کې وروستۍ ناکرارۍ ددې پروژې دتکميل پروړاندې یو لوی چیلنج ګڼل کیږي.

بلوچ بیلتون غوښتونکي او ځينې سخت دریزې وسله والې ډلې، چې وخت پر وخت پر دولتي تاسیساتو بریدونه کوي ددې پروژې پروړاندې لوی خنډ ګڼل کیږي.

مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG