د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

په پاکستان کې په "٢٠١٢" کې پر ښځو د تشدد ٧٥١٦ پېښې ثبت شوي


په پاکستان کې په تېر ٢٠١٢م کال کې پر ښځو د زور زياتي اووه زره پينځه سوه شپاړلس بېلابېلې پېښې ثبت شوې دي، چې ١٥٩ پېښې يې په بلوچستان کې ثبت شوي دي.

د ښځو د حقوقو ټولنې وايي، لا هم ډېرې سيمې شته چې په کې پر ښځو د زور زياتي د مخنيوي لپاره ډېر کار ته اړتيا ده.

که څه هم هر کال د مارچ اتمه د نړۍ په ټولو هېوادونو کې پر ښځو باندې د زور زياتي د مخنيوي او له ښځو سره د پيوستون د نړېوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، خو په ځينو وروسته پاته هېوادونو کې چې ډېر خلک يې لا نالوستي دي، ښځې پکې د ژوند له ډېرو بشري حقونو بې برخې دي. پاکستان هم يو له دغو هېوادونو دى چې په څلورو واړو ايالتونو کې يې ښځې په بېلابېلو ډولونو د زور او ظلم ښکار کېږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:41 0:00
مستقیم لېنک


د بلوچستان په مرکز کوټه کې اوس د ښځو د حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې په مرسته بېلابېلې موسسې د ښځو د ژوند د هوسايۍ لپاره کار کوي، خو دا هڅې يې تر ډېره په ښاري سيمو کې دي او کليوالې مېرمنې لا هم له خپلو حقونو بې برخيتوب خپل تقدير ګڼي.

د ښځو د حقوقو لپاره يوه فعاله مېرمن سارا خان وايي په قبايلي سيمو، پښتونخوا ايالت او د بلوچستان په ځينو سيمو کې نجونې اوس هم په بديو کې د سورې په توګه ورکول کېږي:

"د بلوچستان په ډېره بګټي، کوهلو، بارکان او همدارنګه په قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا کې ډېرې داسې وروسته پاته سيمې شته چې هلته لا هم نجونو په سوره کې ورکول کېږي او هلته موږ نه شو تلاى، هلته خانان او سرداران موږ ته اجازه نه راکوي چې خلکو ته د ښځو د حقونو په اړه پوهاوى ورکړو، نو دا دود لا هم ژوندى دى چې نجونې په بديو کې ورکول کېږي."

له خپلو بشري حقونو د ښځو بې برخيتوب که د هغوى بېسوادي ګڼل کېږي خو پر ښځو باندې په ظلم او زور زياتي کې د نارينه وو تر څنګ پخپله ښځې هم لاس لري.

د ښځو د حقوقو يوه بله فعاله ماه نور آريانا وايي ځينې ښځې چې تريخ ژوند يې تېر کړى وي، هغوى په عقدوي ډول پر خپلو لوڼو او نږندو باندې هم ظلم کوي:

"ښځې پر ښځو باندې زيات ظلم کوي. تر کومو سختيو چې مور تېره شوې ده، که هغه پخپل کور کې له خپلو زامنو، لوڼو او نږندو سره داسې چلند وکړي چې خپل کور ورته جنت شي، هغه بايد نورو ښځو ته يوه نمونه ثابته شي، يوه ښځه د هر چا تقدير بدلولاى شي، هغه بايد دې ته ونه ګوري چې پر ما غمونه تېر شوي دي، نو زه به له لوڼو او نږندو سره هم همداسې چلند کوم"

ريحانه غلجۍ په کوټه کې د ملګرو ملتونو د ښځو د حقوقو په اداره کې کار کوي. دا وايي د پينځو وروڼو يواځينۍ خور ده او پلار يې سواد هم نه درلود، خو په دې يې لوړې زدکړې وکړې. ريحانه وايي که ښځه باسواده شي، نو د نارينه ژوند به هم ورسره هوسا او ارام شي، خو آيا دا بدلون څنګه راتلاى شي چې ټول خلک پخپلو لوڼو او خويندو زدکړو کولو ته تيار شي:

"د ټولنې او د انسان خپل روش په دې بدلون کې ډېر اثر لري. غټه خبره دا ده چې يو پلار او ورور تر کومه وخته دا اړتيا محسوسه نه کړي چې زما د کور نجلۍ که لور ده که خور ده بايد باسواده شي او له خپلو حقونو خبرې شي.

اکثره خلک وېرېږي چې که نجونې باسواده شوې نو دوى به ازاده شي، نه داسې نه ده، نو دا د انساني روش خبره ده"


د بلوچستان په ډېرو کليوالو سيمو کې لا هم خلک خپلې لوڼې نه پرېږدي چې زدکړې وکړي، خو په ښاري سيمو کې هم لوستي خلک پخپلو لوڼو يواځې تر لسم ټولګي پورې زدکړې وکړي او د لوړو زدکړو اجازه نه ورکوي، د ښځو د حقونو فعاله ماه نور آريانا وايي د دې علت هغه منفي ذهنيتونه دي چې که د چا لور د پوهنتون ويلو لپاره له خپلې سيمې لاړه شي نو خلک پېغور ورکوي.

آريانا وايي سره له دې چې ښځو ته زموږ په دوديزه ټولنه کې ډېر درناوى کېږي، خو پر بشري حقونو يې تېرى کېږي:

"ښځو ته په هغه کچه حقوق نه رسېږي چې پکار دي، په بلوچستان کې چې د پښتنو او بلوڅو کوم قبايلي سيسټم دى په هغه کې خو تر څه حده د ښځو ډېر عزت شته، د ښځې په پړوني مرګ وبخښل شي، خو په حکومتي کچه او په ټولنه کې که موږ له خپلو دودونو سره سم کور کور ته تعليم و رسوو، نو زموږ کلتور او اقتصاد به ورسره ښه شي، نو بيا هغه ورځ لرې نه ده چې زموږ خويندې به هم د نړۍ د نورو ښځو غوندې له خپلو حقونو برخمنې وي."

په پاکستان کې پر ښځو باندې د تشدد د مخنيوي لپاره کارکوونکې مسوسسه عورت فاونډېشن وايي په تېر ٢٠١٢م کال کې په ټول پاکستان کې پر ښځو باندې د زور زياتي ٧٥١٦ پېښې ثبت شوې دي چې له هغوى څخه د کورني تاوتريخوالي ٩٨٩ پېښې ثبت شوي، ١٧٤٥ مېرمنې وژل شوي، ٥٧٥ تنو ښځو ځانوژنه کړې، ٤٣٢ يې د پت په نامه وژل شوي، پر ٨٢٢ مېرمنو جنسي تېرى شوى، پر ٨٣ مېرمنو تېزاب پاشل شوي، ٧١ ښځو ځان سوځولى او په بدو کې د ورکړې، د تښتونې، د کم عمرۍ د واده او د تاوتريخوالي د بېلابېلو ډولونو ١١٣٤ پېښې ثبت شوې دي.

په غږ کې يي هم واورئ:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:41 0:00
مستقیم لېنک



بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG