سره له دې چې په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو ته د پاکستان له طريقه د غذايي او سون موادو انتقال ارزانه تمامېږي، خو د پاکستان له خوا د دې لارې تر پرانيستل کېدو اته مياشتې وروسته هم له پاکستانه په کمه اندازه نوي بارونه افغانستان ته انتقال شوي دي. په دې موده کې د ناټو نژدې ټول بارونه له يوې اوږدې لارې انتقال شوي، چې ډېره ګرانه هم تمامېږي.
د امريکا د دفاع وزارت د عالي رتبه چارواکو په وينا، د اټکل خلاف د افغان جګړې د مصارفو د زياتېدو يو علت دغه د اکمالاتي لارو ليرېوالى دى.
رويټرز خبري اژانس ليکي، کله چې امريکا د ٢٠١١م کال په نومبر مياشت کې د ناتو په يوه هوايي بريد کې د ٢٤ پاکستاني سرتېرو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه، پاکستان او امريکا د تېر ميلادي کال په جولاى مياشت کې موافقه وکړه، چې د ناټو اکمالاتي لارې دې بېرته پرانيستل شي. خو تر اته مياشتني ځنډ وروسته په بشپړه توګه د پاکستان له طريقه د غزېدلې اکمالاتي لارې بيا اعاده کول وخت ته اړتيا لري.
د اژانس په باور، امريکا له پنځو زرو تر اوو زرو پورې د بارونو تړل او تنظيمول بشپړ کړي، خو د امريکا د پوځي ترانسپورت د قوماندانۍ ارقام ښيي چې له جولاى مياشتې راهيسې د نويو بارونو يوازې ٤٠ کانټينرونه د پاکستان له ځمکنيو لارو افغانستان ته انتقال شوي دي.
د ٢٠١٢م کال له جولاى څخه نيولې تر تېرې مياشتې پورې، ٢٨زره کانتينرونه د شمال له لارو افغانستان ته انتقال شوي دي.
د امريکاد پوځي ترانسپورټ يا پوځي انتقالاتو د قوماندانۍ امر جنرال ويليم فريزر، رويټرز اژانس ته ويلي، د اکمالاتو پر بستو تر څو مياشتني کار وروسته د پاکستان له طريقه د بارونو انتقال ښه شوي او چارواکي حاضر دي، چې له دې لارو زياته استفاده وکړي.
په همدې حال کې د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا تېر کال ويلي وو، د پاکستان د لارو په تړل کېدو او د اکمالاتي موادو د انتقال لپاره له بديلو لارو په استفادې سره د امريکا ماليه ورکوونکي د مياشتې اضافي ١٠٠ مليونه ډالره ورکوي. خو په افغانستان کې له ٩٤زرو څخه ٦٦زرو ته د امريکايي سرتېرو د شمېر له کمېدلو سره مياشتني لګښتونه کم شوي دي.
رويټرز اژانس ليکي، د شمال له اکمالاتي لارو استفاده د مياشتې نورو ٦١مليونه ډالرو ته اړتيا لري.
د امريکا د دفاع وزارت يوه چارواکي اژانس ته ويلي، تمه کېږي روانه مياشت د پاکستان له لارو د بارونو او موادو انتقال په منظم ډول پيل شي او ټاکل شوى، هره اوونۍ ١٠٠ اکمالاتي بارونه له افغانستان څخه بهر انتقال شي.