د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

د ښځو نړېواله ورځ په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ولمانځل شوه


په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د دفاع یو شمېر بنسټونو د مارچ اتمه چي د ښځو نړېواله ورځ ده ولمانځله.

د همبستګۍ حزب د ښځینه چارو مسئولني وايي، له دې سره چې په تیرو څو کلونو کې د ښځو د حقونو لپاره کار کیږي، اوس هم ښځې له ډیرو ستونزو سره مخ دي.

ددې حزب د ښځو د چارو رئیسي صمن بصیر ازادۍ راډیو ته وویل، په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د ډیرېدو لامل دا دی، چې ډیری ښځط په خپلو حقونو نه پوهیږي.

همدارنګه دا وايي، چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې اوس هم ښځې د ژوند په مهمو پرېکړو کې خپلواکې نه دي او تاوتریخوالی ورسره کیږي.

دا پر حکومت تور لګوي، چې د ښځو د حقونو او پوهاوي په برخه کې یې پوره کار نه ده کړی.

دوې تنې افغان مېرمني وايي، چي له ښځو سره تاوتریخوالی تر پخوا نه دی کم سوی او له حکومته غواړي، چي د ښځو د حقونو او پوهاوي لپاره جدي کار وکړي.

د پنجشنبې په ورځ هم لسګونو ښځو، د ښځو له حقونو څخه د دفاع بنسټونو او مدني ټولني په مظاهره کي له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د پنجشنبې په ورځ د کابل ترڅنګ په کندز، بلخ، هلمند، کاپیسا، پروان، جلال اباد او ځینو نورو ولایتونو کي د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله سوه.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG