د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

عمر داودزي د کوټې له هزاره ګانو سره مرسته وکړه


په اسلام اباد کې د افغانستان سفير له څو کسيز پلاوي سره نن کوټې ته تللى او هلته يې د هزاره ټاون په پېښې د وژل شويو افغان کډوالو له کورنيو سره خواخوږي او نقدي مرسته کړې ده. د هزاره ټاون په چاودنه کې د لسو مېرمنو په شمول نهه څلوېښت افغانان وژل شوي او ١٢٦ تنه ټپيان شوي وو.

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان لوى سفير محمدعمر داودزى له درې کسيز پلاوي سره کوټې ته راغى. د افغانستان په جنرال قونسلګرۍ کې يې د هزاره ټاون په چاودنه کې د وژل شوېو افغان کډوالو له کورنيو سره د خواخوږۍ او غمشريکۍ په غونډه کې د دغو افغانانو پر وژنه سخته خواشيني څرګنده کړه او د هزاره ټاون د قربانيانو پر کورنيو يې نغدي مرستې ووېشلې. ښاغلي داودزي وويل:

"ولسمشر چې تاسې ته د خواخوږۍ پيغام را لېږلى هيله ده چې ستاسې غم لږ څه پرې سپک شي، ما چې ولسمشر ته خبر ورکړى وو، بيا يې په کابينه کې د کوټې پر پېښه خبرې کړې وې او پرېکړه يې کړې وه، چې د افغانستان سفير بايد کوټې ته لاړ شي، زه شخصاً ستاسې غم او درد حسولاى شم، هيله من چې زما په راتګ به ستاسې غم څه ناڅه کم شوى وي"

له پلاوي سره راغلي په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د اداري چارو رئيس رحمت الله منګل په غونډه کې د افغانستان د ولمسشر حامد کرزي فرمان هم واوراوه، چې له دغو غمجنو کورنيو سره يې په کې خواخوږي کړې وه.

په غونډه کې لسګونو مېرمنو او نارينه وو چې خپل خپلوان يې د هزاره ټاون په چاودنه کې وژل شوي وو، ګډون کړى وو.
د پنجشنبې په ورځ د افغانستان لوى سفير محمدعمر داودزى له درې کسيز پلاوي سره کوټې ته راغى
د پنجشنبې په ورځ د افغانستان لوى سفير محمدعمر داودزى له درې کسيز پلاوي سره کوټې ته راغى

محمداسحاق چې په چاودنه کې يې مېرمن، دوې خويندې، ورېندار او وراره وژل شوي وو، د مرستې په تر لاسه کولو خوښي څرګنده کړه:

"د افغانستان له حکومته مننه کوم چې له موږ سره يې مرسته وکړه، زما غوښتنه دا ده چې زموږ د خپلوانو قاتلين ونيول شي او په سزا و رسول شي، زه د افغانستان له حکومته غواړم چې نور بايد په هېواد کې سوله او ارامي راولي او د خلکو تر منځ د شيعه او سني په نامه مذهبي تفرقه له منځه يوسي چې موږ خپل وطن ته ور ستانه شو"

د فبرورۍ پر شپاړسمه نېټه چې د کوټې په هزاره ټاون سيمه کې چاودنه شوې وه، د ځايي اوسېدونکيو په شمول لسګونه هزاره توکمه افغانان هم پکې وژل شوي او تر سلو زيات پکې ټپيان شوي وو. په کوټه کې د افغانستان د مهاجرينو رئيس مرتضى خرمي يې په اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

"په دې چادنه کې د لسو ښځو په شمول ٤٩ افغانان وژل شوي او د ٥٩ مېرمنو په شمول ١٢٦ ټپيان شوي وو. د پاکستان حکومت د دوى له کورنيو سره مرسته د پاکستاني شناختي کارډ په شرط کوله، چې هغوى دوى نه درلودل، نو د افغانستان حکومت اوس د شهيد له کورنۍ سره سل زره افغانۍ او له ټپي سره پينځوس زره افغانۍ مرسته وکړه"

د افغانستان د لويې جرګې يو غړي او د کوټې په هزاره ټاون کې د اصلاحي شورا يوه هزاره مشر ډګروال حسين د يو اين ايچ سي آر په واسطه له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې په کوټه کې دي د هزاره افغانانو د امنيت غم و خوري او ويې غوښتل چې د افغانستان حکومت دي په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړي او ترې و دي غواړي په کوټه کې دي د هزاره قوم د خلکو ژوند و ژغوري:

"افغان کډوال چې په پاکستان کې په قانوني يا غيرقانوني ډول ژوند کوي، له بده مرغه په دې وروستيو کې د پاکستان د حکومت، د انسانيت او د اسلام د دوښمنانو په تروريستي پېښو کې خصوصاً هزاره ګان وژل کېږي او اخطار ورکوي چې کوټه به د هزاره ګانو لپاره کربلا وګرځوي، پخوا به د سياسي هدفونو لپاره د ترهګرۍ پېښې کېدې، خو اوس د مذهب په نامه زموږ د قوم مزدورکار خلک، ځوانان، مېرمنې او ماشومان وژل کېږي"

ډګروال حسين وويل چې د هزاره ټاون په چاودنه کې د افغانانو څو دوکانونه او درې ښوونځي هم ويجاړ شوي دي چې د افغانستان حکومت يې بايد د بيارغونې په برخه کې مرسته وکړي او زياته يې کړه چې د جنورۍ پر لسمه نېټه د کوټې د علمدار سړک په چاودنه کې هم پينځه تنه افغانان وژل شوي دي چې د افغانستان د مهاجرينو رئيس يې تاييد وکړ خو د هغوى له کورنيو سره مرسته نه ده شوې.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG