د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

"هوګو چاویز د یوې مرموزې ناروغۍ شهید دی"


د ایران ولسمشرمحمود احمدي نژاد د وینزیویلا د ولسمشرهوګو چاویز پر مړینې خفګان څرګند کړی او یلي یې دي، چې هغه د یوې مرموزې ناروغۍ شهید دی.

احمدي نژاد چاویز، چې د هغه نژدې متحد و، دغه راز د وینزیویلا خلکو ته د خدمت کولو، د بشري حقونو او د انقلاب له ارزښتونو څخه د دفاع په خاطر ستایلی دی.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې احمدي نژاد د وینزویلا مرستیال ولسمشر نیکولاس مادرو ته د خواخوږۍ په استولي پیغام کې ویلي، چې چاویز بالاخره د یوې مرموزې ناروغۍ له امله مړ شو، هغه خپل ټول ژوند د خپل هېواد د پرمختیا د خپلو خلکو د ازادیو لپاره وقف کړی و.

د ایران ولسمشر هم هغه ادعا تایید کړه، چې د وینزیویلا مرستیال ولسمشر مادورو لږ مخکې تردې چې د چاویز مړینه اعلان شي، وویل چې د وینزیویلا دښمنانو په یو ډول سرسخته چپي یانې چاویز په سرطان اخته کړ، چې بالاخره یې مړ کړ.

د ایران ولسمشر دغه راز وویل، چې وینزویلا خپل باتور، قوي زوی او نړۍ هم یوعاقل او انقلابي مشرله لاس ورکړ.

احمدي نژاد وویل، زه په دې کې شک نه کوم چې هغه به له ریښتیني مسیح او یوه کامل انسان سره چې مقصد یې د شیعه ګانو دولسم امام و، بیرته نړۍ ته را وګرځي.

د ایران اکثریت شیعه مسلمانان عقیده لري، چې دولسم امام مهدي له حضرت مسیح سره یوځای بیرته نړۍ ته راګرځي چې سوله او عدالت تامین کړي.

ایران او وینزیویلا دواړو د امریکا ضد یوه سخته بهرنۍ پالیسي مخ ته وړې او په وروستیو کلونو کې یې خپل ترمنځ د میلیارډونو ډالرو د پانګونې تړونونه لاسلیک کړي دي.

چاویز له ۱۹۹۹کال څخه ترپرونه چې له دنیاولاړ، دیارلس ځلې ایران ته سفرکړی او احمدي نژاد هم له ۲۰۰۵ کال وروسته شپږځلې له وینزیویلا کتنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG