د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

سږکال د نړۍ تر ټولو سرمایه دار څوک دی؟


په روان میلادي کال (۲۰۱۳) کې د نړۍ د تر ټولو سترو میلیاردرانو د نومونو لست خپور شو .

دا لست په امریکا کې د فوربس مجلې له خوا خپور شوی.

فوربس مجله په اونۍ کې دوه وارې خپریږي او په اساسي ډول پر اقتصادي خبرونو تمرکز کوي خو تر څنګ يې پر مالي چارو، اقتصاد، تکنالوژۍ، پانګونې او مارکټينګ هم راڅرخي.

فوربس مجله د اقتصاد په نړۍ کې ښه حیثیت لري او د میلیونرانو کلنی لست یې ډیر مهشور دی.

فوربس مجلې د سږکال د میلیونرانو لست د مارچ د میاشتې په څلورمه نيټه خپور کړ .

په دوه زره دیارلسم (میلادي) کال کې د نړۍ د تر ټولو شتنمو خلکو په لست کې د یو زر او څلور سوه شپږویشت کسانو نومونه راغلي، چې په مجموعي ډول يې سرمایه تر پينځه نیم ترلیونه ډالرو پورې رسیږي.

یو وار بیا په دې لست کې تر بل هر هېواد د امریکا د متحدو ایالاتو د بلیونرانو شمیره زیاته ده.

د بلیونرانو په دې کې تقریبا یو نیم زر کسیز لست کې ۴۴۲ تنه امریکاییان دي، دوهم ځای د اسیا پسفیک د هېوادونو دی، چې ۳۸۶ تنه بلیونران لري.

درېیم ځای کې اروپاييان دي، چې ۳۶۶ تنه بلیونران ثبت شوي دي.

د منځني ختیځ او افریقا څخه هم د یو سل او درې تنو بلیونرانو نومونه یاد شوي دي.

د فوربس په وینا، سږکال د سرمایې د زیاتیدو شاته عمده دلیل د جایدادونو د نرخ لوړیدل وو . تیر کال د خلکو د ګټې او تاوان تله کښته او پورته کیده خو سږکال د هغو بلیونرانو شمیر ، چې ګټه یې کړې ده تر هغو ، چې تاوان یې کړی څلور برابره زیات وو .

خو د فوربس د اټکل له مخې، سږکال د نړۍ تر ټولو سرمایه دار انسان څوک دی؟
د نړۍ د تر ټولو شتمنو خلکو د لست په سر کې بیا هم د کارلوس سلم نوم راغلی دی او ورپسې بیل ګیټس دی.

د زارا (ZARA) د جامو او نورو اغوستني شیانو د برانډ څښتن هسپانوی بلیونر امنچیو اورتیګا درېیم ځای خپل کړی دی.

ویل کیږي، چې دې هسپانوي تجار په تیر یوه کال کې نولس نیم میلیارده ډالر ګټلي وو .

دی هغه څوک دی، چې په تیر یوه کال کې یې تر ټولو خلکو زیاته ګټه کړې ده .

سږ اوه ویشتم کال دی، چې فوربیس د نړۍ د سترو بلیونرانو نومونه خپروي.

د فوربس مسولین وايي، سره له دې ، چې هرکال دا لست خپروي خو د نړۍ د تر ټولو سرمایه دارو خلکو موندل اسان کار ندی .

د دې مجلې کارکونکي د باید نړۍ د سترو سرمایه دارانو د اصلي پانګې ، خالصې ګټې او کلنيو عوایدو ، پورونو ، نقدو پیسو ، بانکي حسابونو او داسې نورو د محاسبې لپاره بیلا بیلو هیوادونو ته سفر وکړي.

فوربیس لیکي، په دې محاسبه کې یو شمیر کسان همکاري کوي، خو ځيني یې نه کوي.

د فوربس د محاسبې له مخې، سږکال په نړۍ کې د ښځینه بلیونرانو شمیر له یو سل څلور څخه یو سل اته دیرش ته لوړ شوی دی.

فوربس وايي، چې د ملیاردرانو په لست کې تر ټولو ځوان اته 21کلن ډستین مسکوفتیس دی، چې اصلي سرمایه یې پر درې نیم ملیاردو ډالرو اوړي. د فیس بوک د خاوند مارک زوکربرګ نوم هم د ځوانو ملیاردرانو په لست کې راغلی دی.

د فوربس په لست کې تر ټولو د ډير عمر ملیارډر د سعودی عربستان دی ، چې در ي نوي کلن دی او ۲۳ ماشومان لري او خالصه پانګه یې پر شپږ ملیاردو ډالرو اوړي.
XS
SM
MD
LG