ویل کیږي په دې وروستیو کې، د افغان چارواکو او امریکايي پوځیانو ترمنځ د هغو امریکايي پوځي اډو د برخلیک پر سر اختلافات زیات شوې چې، امریکايي ځواکونه غواړي له وتلو وروسته یې ړنګې کړي .
افغان چارواکي وايي چې د امریکایانو د پوځي اډو ودانۍ دې د دې پرځای چې له منځه یوړل شي، دوی ته دې وسپارل شي . خو امریکايي پوځیان وايي دوی غواړي افغان امنیتي ځواکونو ته یوازې هغه پوځي اډې وسپاري چې دوی یې ساتلی شي .
د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د ټیلمن په نوم د پکتیکا ولایت په یو لرې پرتې سیمې کې د امریکايي ځواکونو د هغې پوځي چاوڼۍ یادونه کړې چې د تیر کال په وروستیو کې دې ځواکونو له خوشې کولو مخکې ونړوله .
ورځپانه د پکتیکا د والي محب الله صمیم له خولې دا یوه ضایع ګڼي او وايي، زه د دې چاوڼۍ د نړولو مخالف وم او دا به غوره وه چې افغان امنیتي ځواکونو ته یې سپارلی وای څو یې د پاکستان سره پرته پوله خوندي ساتلی وای .
لاس انجلس ټایمز وايي په داسې حال کې چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه غواړي له افغانستان څخه د خپلو سل زرو سرتیرو ډیره برخه او د لسګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت تجهیزات وباسي، د ایتلافي ځواکونو چارواکي د افغان چارواکو سره په دې اړه خبرې کوي چې ایا، د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې هغه پوځې اډې، چاوڼۍ او مورچلې چې د یولس کلنې جګړې په ترڅ کې یې ځان ته جوړې کړې وې ونړوي او که افغان امنیتي ځواکونو ته یې وسپاري.
د ورځپاڼې په وینا په اوونیزو غونډو کې، افغان چارواکي ټینګار کوي چې ایتلافي ځواکونه دې نور هیڅ هغه ودانۍ او اډې نه نړوي چې دوی ترې وځي. افغان چارواکي وايي، دا ودانۍ د افغان امنیتي ځواکونو لپاره کاریدلی شي او یا په کې داسې تاسیسات جوړیدلی شي چې حکومت یې د جوړولو توان نه لري، لکه ښونځي او نور...
د ورځپاڼې راپور وايي، سره له دې چې ایتلافي ځواکونو ډيرې پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارلې دي، امریکايي قومندانانو افغان چارواکو ته ویلي، افغان امنیتي ځواکونو ته به د ټیلمن د اډې په شمول د ځینو نورو لسګونو پوځي اډو او چاوڼیو سپارنه ستونزمنه وي .
دوی ددې سبب دا ښيي چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته چې کله بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، ددې اډو په ساتنه کې د افغان امنیتي ځواکونو محدودې وړتیا ته په پام دا کار نه کوې .
لاس انجلس ټایمز د افغانستان د مالیې د وزارت د یو چارواکي امین حبیبي له خولې وايي: ”ان که دا اډې او چاوڼۍ په لرې پرتو سیمو کې هم وي په ځینو ځایونو کې د امنیتي ګټو په ساتنه کې کار ورکولی شي”
خو د ایتلافي ځواکونو چارواکي اندېښنه لري چې افغانان به دا ستراتیژیکې چاوڼۍ همداسې بې ساتنې پریږدي او ممکن د دښمن لاس ته ولویږي. دوی وايي دوې هڅه کوې چې یوازې هغه تاسیسات افغان حکومت ته وسپاري چې د اکمالاتو او ساتنې توان يې ولري .
لاس انجلس ټایمز د یو امریکايي چارواکې له خولې چې د نوم له ښودولو یې ډ ډه شوې وايي، به سر کې افغان چارواکو ټینګار دا و چې خپل ټول تاسیسات موږ ته پریږدئ او همدارنګه هغه څه موږ ته راخوشې کړئ چې تاسو یې نه غواړئ، لکه زغروال موټر او نور تجهیزات چې نه یې غواړئ .
دې امریکايي چارواکي ویلي چې، افغان چارواکو ته یې وویل دا سمه نه ده، که چیرې موږ داسې وکړو تاسو به خپل ټول وخت، انرژۍ او پیسې پر دې ولګوئ چې معلومه کړئ پر دې وسایلو څه وکړئ، څنګه ترې کار واخلئ، او څنګه یې وساتئ، ځکه تاسو ددې وړتیا نه لرئ .
امریکايي چارواکي وايي، ځینې اډې یې افغان حکومت ته سپارلي هم دي، هغوی همداسې پرېښې دي او پام ورته نه دی شوی . خو افغان چارواکي شکایت کوي چې ایتلافي ځواکونه د اډو په پرېښودلو کې ډیر بیړه کوي او په ځینو مواردو کې یې هغه وسایل همداسې پرېښي چې دوی یې نور نه غواړي .
د افغانستان د مالیې د وزارت چارواکي امین حبیبي چې د پوځې اډو د تړولو په برخه کې د افغان او ناټو د ګډ کمیسون غړی دی وايي، که ایتلافي ځواکونو یو ډالر هم په افغانستان کې لګولی وي باید ضایع نه شي .
دا کمیسون تیر کال وروسته له هغې جوړ شو چې افغان حکومت په نامعلوم شمیر کې د ناټو د تاسیساتو د نړیدو په اړه معلومات تر لاسه کړل .
ورځپاڼه دښاغلي حبیبي له خولې وايي، موږ هڅه کوو چې مخکې ولاړ شو او دا ډاډمنه کړو چې نور به هیڅ پوځي اډه نه نړول کیږي .