د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۵

د ایران د اتمي پروګرام د غونډې په اړه خوشبیني


د ايران د اتمي پروګرام پر سر د دغه هېواد او د نړۍ د قدرتمنو هېوادونو دوه ورځني غونډه پرون په داسې حال کې پای ته ورسېده چې دغو خبرو په اړه خوشبيني څرګنده شوه.

دواړو خواوو پرون چهارشنبې موافقه وکړه، چې د سږ کال په اپريل کې يوځل بيا په قزاقستان کې سره کېني څو په دې غونډه کې د جرمني او پنځو نورو قدرتمنو هيوادونو له لوري د شوي وړانديز په اړه د ايران ځواب واوري.

د ملګروملتونو د امنيت شورا پنځه دايمي غړي امريکا، روسيه، چېن، فرانسه، بريتانيا او دغه راز له دې شورا دباندې جرمني له ايران سره د دغه هېواد د اتمي پروګرام په اړه خبرې کوي.

د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې کاترين اشتون وويل: د لوېديځوالو وړانديز ته د ايران مثبت عکس العمل ته هيله لري:

«د شپږو هيوادونو پر وړانديز بيا کتنه شوې او موږ باور لرو چې د رغنده خبرو لپاره مناسب او متوازن اساس دي.

دا وړانديز د ايران د اتمي پروګرامونو د سوله ييز ماهيت په اړه د نړېوالې ټولنې اندېښنې لري کوي او دغه راز د ايرانيانو نظرونو ته ځواب ويلای شي.»


کاترين اشتون وويل، تر هغو چې ايران وړانديز نه وي لوستي د هغه د جزيياتو په اړه څه نه وايي.

خو تر دې مخکې د روسيې د باندنيو چارو وزارت مرستيال سيرګي رياباکوف ويلي و چې په وړانديز کې يو لړ شرطونه شته چې د هغو پراساس ايران بايد د يورانيمو غني کول بس کړي او په فوردو تر مځکې لاندې د يورانيمو تاسيسات بند کړي.

په همدې منځ کې د امريکا د متحدو ايالتونو يوه چارواکې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل:

په دې وړانديز کې د ايران پرخلاف د يو شمېر بنديزونو لېرې کېدل هم شامل دي.

خو د ده په وينا د ايران د تېلو او مالي چارو په برخو کې به بنديزونه لېري نه شي ځکه چې په دې دوو برخو کې بنديزونو ايران ته کلک ګوزار ورکړي دي.

د ايران د اتمي پروګرام جګپوړي مرکچې سعيد جليلي وويل، چې د ايران او شپږو قدرتونو ترمنځ ځيني اختلافات لږ شوي دي:

«حقيقت دا دي دا وړانديزونه چې دوي نن په الماتي کې وړاندې کړل، له حقايقو سره سم او منطقي ښکاري، فکر کوم د دې ښکارندوي دي چې نن پر ايران له فشار سره سره دوي دې نتيجې ته رسېدلي چې بايد خپل نظر بدل کړي.»

سعيد جليلي همدا راز وويل، ايران تر شل فيصدو پورې د يورانيمو د غني کولو په اړه تل خبرو ته حاضر و او دي. خو د فوردو تاسيسات نه بندوي.

په همدې منځ کې د ايران د بهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي وويل، چې خوشبينه دي چې يوه موافقه به وشي.
XS
SM
MD
LG