د هند د ملي امنيت سلاکار له افغانستان سره په پوځي او ملکي برخو کې د خپل هېواد د مرستو د دوام ژمنه وکړه.
شيو شنکرمنون پرون په کابل کې د افغانستان له ولسمشر سره په کتنه کې له افغانستان سره د هند د همکاريو پر دوام خبرې وکړې.
د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر له يوې خبرپاڼې سره سم حامد کرزي د هند د ملي امنيت له سلاکار سره په کتنه کې له افغانستان سره د هند د مرستو مننه وکړه.
په دې کتنه کې، چې په ارګ کې وشوه، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د هند د ملي امنيت سلاکار شنکر منون د افغانستان او هند ترمنځ د سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکو د لا پراختيا، په افغانستان کې د هندي پانګوالو له خوا د پانګونې د هڅونې او د افغانستان او سيمې د حالاتو په باب خبرې وکړې.
کابل ته د ښاغلي شنکر تر روانېدو مخکې هندي رسنيو ويلي و، چې د دغه هېواد د ملي امنيت سلاکار به له کرزي او نورو افغان چارواکو سره د خبرو تر څنګ له هغو شخصيتونو سره هم وويني چې هند فکر کوي د افغانستان په سياسي راتلونکې کې مهم رول لوبوي.
ويل کېږي، چې هند له افغانستانه د امريکا په مشرۍ د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هېواد د ستونزو په اړه اندېښمن دي.
له ټاکل شوې مهالوېش سره سم نړېوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پايه له افغانستانه وځي.
د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د امنيت او د طالبانو د بيا واک ته نه رسېدو په باب د هند مسووليتونه او اندېښنې مخ په زياتېدو دي.