د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

ناټو، چې کوم ارقام خپاره کړي په حقیقت کې یوه تیروتنه وه


یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې د تیر میلادي کال په ترڅ کې د طالبانو په حملو کې د ارقامو په اړه د تیروتنو په باب مطالب خپاره کړي.

ډیلي تیلیګراف ورځپاڼې لیکلي، د حملو او له امله یي د تلفاتو په اړه په ارقامو کې کمي یوه دفتري تیروتنه ده.

د ورځپاڼې په وینا هغه څه چې ناټو اوایتلاف يي د طالبانو په وړاندې د خپل پرمختګ سند بولي په حقیقت کې یوه تیروتنه ده.

په کابل کې د ایتلاف ځواکونو دا تایید کړه، چې لکه څنګه چې په راپور کې د طالبانو په حملو کې په سلو کې اوه کموالی ښودل شوی دقیقه نه ده او حملې د تیر کال په شان وې.

د ورځپاڼې په حواله د هغه راپور له مخې چې د ناټو له خوا جوړ شوي هغه ارقام او تلفات چې د افغان حکومت له خوا ټول شوي درج شوی نه دی نو د دې له مخې په کې کمي څرګندیږي.

دی اعلان هغه سیاسي او پوځي مقامات چې په ډیر ټینګار یي په دوه زره یوولسم کال کې په جګړو کې د پرمختګ خبرې کولې تر ډیره حده شرمولي دي.

ورځپاڼه په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو د یوه استازي په حواله لیکي، د دې ولایت په مرکز کې، له هغه ځایه چې بریتانوي ځواکونه وتلي دي امنیت ښه شوی، خو د دې ویره موجوده ده چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به حالت بدلون ومومي.

سربیره پر دې د ورځپاڼې په حواله د افغانستان په شمالي سیمو کې چې تر دی دمخه په کې امن وو د بهرنیو ځواکونود وتلو په درشل کې په کې بې امنې زیاتې شوي دي او مخالفو وسله والو ورته لار موندلی ده.

نیویارک تایمز ورځپاڼې په خپلې وروستی ګڼې کې لیکلي، که څه هم چې دا تیروتنه یو څه شرمونکې ده خو په افغانستان کې د جګړې لرلید نه بدلوي.

دلیل یی دا دی، چې له رسمي کړیو بهر په ګوتو شمار سیاسي کتونکې په دی اند دي، چې د دولت د مخالفینو د حملو د کموالي په اړه د ارقامو خپرول خوشالونکې خبره ده.

ورځپاڼه زیاتوي نړېوال ایتلاف د خپلې تیروتنې د توجیه یا اصلاح په خاطر وایي، چې د دښمن په سلو کې اتیا حملې په هغو سیمو کې کېږي چې د افغانستان د تقریبا دیرش میلیونه نفوس څخه شل فیصده وګړي یی په کې اوسیږي. خو له هغه ځایه چې په افغانستان کې دقیقه احصایه نشته اوس دا نشو ویلای چې دا ارقام به بدلون ښیي او یا دا چې دا ارقام هم په افغانستان کې د اوږدې جګړې قرباني شوي دي.
XS
SM
MD
LG