د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

د تهران د خبري رسنیو قصاب محاکمه کېږي


د تهران پخوانی لوی څارنوال، چې د ژورنالیستانو او کارپوهانو د محکومولو ناوړه سابقه لري دا مهال ځان د قانون په مخالف جهت کې ویني.

سعید مرتضوي د ۲۰۰۹ م کال جمهوري ریاست د انتخاباتو په جریان کې د ژورنالیستانو د نیولو او ازادو خپرونو د بندولو په کار کې د خبري رسنیو د قصاب لقب حاصل کړی و.

مرتضوي ته یو وخت چا لاس نه شو ور وړای او د ایران د اسلامي جمهوریت تر ټولو وحشت ناکه شخص ګنل کېده، خو کله چې له قدرته او زوره ولویده، په روانې اوونۍ کې د کاریزک منفور زندان کې د بندیانو د ناوړه چلند په تور محکمې ته حاضر شو او د پارلمان یوې کمیټې نوموړی د درې تنو بندیانو په نیولو، شکنجه کولو او وژلو تورن کړیدی. دغو دریو تنو ایرانیانو د احمدي نژاد د بیا انتخابیدو پر ضد په مظاهرو کې ګډون کړی و.

د سولې نوبل جائزې وړونکې شیرین عبادي د زیات شمېر هغو کسانو مدافع وکېله ده، چې د ایران د دولت له خوا ورسره ناوړه چلند شوې دی.

عبادي د ازادې اروپا راډیو ایراني څانګې فردا سره په خبرو کې وویل:

"دا د عدالت لپاره کومه مثبته علامه نشي بلل کېدای. که اشاره یا علامه یي وبولو، نو مقصد یي مرتضوي ته خبرداری دی چې غلط دریځ یي غوره کړی و.

په خواشینۍ سره چې په دې ډول دوسیو کې عدالت نه عملي کېږي.

په نهایت کې د مرتضوي محاکمه د سیاسي لانجو د حلولو په مقصد پر مخ وړل کېږي."


په مرتضوي، د هغه په پخواني مرستیال علي اکبرحیدري فر او پخواني قاضي حسن زارع ده نوي باندي تورونو کې، په غیر قانوني ډول د خلکو نیول، غلط راپور ورکول او د غلط راپور په برابرولو کې مرستې هم شاملې دي.

په دې اړه هم مختلف راپورونه دي چې ایا دا درې کسان به د قتلونو په جرم اعدام شي او کنه؟

مرتضوي وروسته له هغې د تهران د لوي څارنوالۍ له دندې لیري شو او د علی اکبر حیدري فر او د ه نوي دندې په تعلیق کې شوې چې د کاریزک زندان کې د بندیانو مړینې او ناوړه چلند په ټول ایران کې خلکو ته ټکان ورکړ.

د وژل شویو بندیانو یو تن عبدالحسین روح الامیني د یوه جګ پوړي سیاست وال ځوی و او د ایران پارلمان وایي، مرتضوي کاریزک زندان ته د ۱۴۷ بندیانو د انتقال امر ورکړی و. بندیان پدي زندان کې شکنجه شوي، وهل شوي، جنسي تیری ورباندی شوی او په غیر انسانې حالت کې ساتل شوی دي.

ایرانی خبری رسنیو په لومړي سر کې ویلې و چې د مرتضوي محاکمه به علني وي، خو د محکمې قاضي سیامک مدیر خراساني اعلان وکړ، چې محاکمه به د تړلو دروازو تر شا وي.

په عین حال کې د ایران د محصلانو خبري آژانس ویلې چې پدي دوسیې کې به د قتل تورونه نه داخلیږي.
XS
SM
MD
LG