د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۳۵

د ايران د اټمي لانجې خبرې مشروطې پای ته ورسیدې


د ايران او د نړۍ د شپږو پياوړيو هېوادو ترمنځ د قزاقستان په الماتې کې دوه ورځنۍ خبرې د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسيدې. تهران دا خبرې مثبتې وګڼلې، روسيې مشروطې مثبتې وبللې او لويديځ ديپلومان وايي چې کټلې پريکړه پکې ونه شوه.

په الماتې کې د ايران او د امريکا، بريتانيا، فرانسې، روسيې، چين او جرمني د استازيو په غونډه کې پريکړه وشوه، چې دواړه لوري به راتلونکې مياشت د متخصصانو په کچه په استانبول کې غونډه کوي او په هغې پسې به بيا په اپريل کې په قزاقستان کې په لوړه سطحه خبرې کيږي.

د الماتې په غونډه کې د ايران استازي سعيد جليلي وويل، چې دا خبرې ګټورې وې او هيله ده چې په راتلونکې کې نور مثبت ګامونه واخيستل شي.

د الماتې غونډه اته مياشتې وروسته تر دې وشوه چې ورته خبرې په ماسکو کې بې نتيجې پاي ته رسيدلې وې.

د الماتې په غونډه کې نړيوالو ځواکمنو هيوادو پر ايران د بنديزونو د نرميدو سربيره يو لړ نورې هڅونکې وړانديزونه کړې و، څو تهران د يورانيمو له غني کيدو لاس واخلي.

د دې دوه ورځڼۍ غونډې په اړه د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سرګي ريباکوف وويل، په ننيو خبرو کې پرمختګ وشو او هيله لري چې د غونډې برخه وال به دغه پرمختګ پسې پراخ کړي.

د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال زياته کړه، که چيرته ايران تر شل فيصده ډير يورانيم غني نه کړي او د فردو په اتومي بټۍ کې فعاليتونه بند کړي نو نړيوال بنديزونه به پر تهران نرم شي.

خو د ايران استازي سعيد جليلي وويل چې ايران دې ته چمتو دي چې يوارنيم تر شل فيصده ډير غني نه کړي خو ده دا رد کړه چې د فردو د يورانيمو د غني کولو بټۍ وتړي.

د جليلي په وينا د فردو اتومي بټۍ يو مخ د ملګرو ملتو د اتومي انرژۍ د نړيوالې ادارې له اصولو سره سم فعاليت کوي نو هيڅ دليل دې ته نه شته چې دا بټۍ وتړو.

د رويټرز اژانس په وينا د الماتې خبرې اسراييل څارلې، ځکه چې اسراييل دې ته انتظار دي چې د ايران اتومي لانجه د خبرو له لارې هواره شي او يا هم بنديزونه نتيجه ورکړي او که داسې ونه شي نو دغه هيواد به د ايران پر اتومي تاسيساتو بريد وکړي.

د رويټرز اژانس په باور لويديځ ديپلوماتان ډيره لږ هيله لري چې له ايران سره د اتومي پروګرام لانجه د جون تر مياشتې مخکې هواره شي، ځکه چې په دې مياشتې کې په ايران کې د ولسمشرۍ انتخابات کيږي او نوي ولسمشر غوره کيږي.
XS
SM
MD
LG