د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې په الماتې کې پیلیږي


د نړۍ ځواکمنو هیوادونو، نن د قزاقستان په مرکز الماتې کې له ایراني مقاماتو سره د دې هیواد، د اټمي پروګرام په اړه، د څلورم ځل لپاره د لوړي سطحې خبري پيل کړې.

دا خبري چې دوې ورځې به دوام ولري، په دې هیله پیل شوي چې ایران به د اټمي وسلو د جوړولو پروګرام ودروي.

په دې مذاکرو کې د نړۍ شپږ ځواکمن هیوادونه، د امریکا متحده ایالات، روسیه، چېن، بریتانیا، فرانسه او جرمني شامل دي. د مذاکرو مقصد دا دی چې، ایران په لوړه درجه د یورانیمو د غني کیدو پروګرام چې اټمي وسلې تر ي جوړېدای شي؛ بند کړي.

شپږ ځواکمن هیوادونه پلان لري، چې ایران ته د دې کار په بدل کې، پر دې هیواد باندې نړیوال سخت بندیزونه نرم کړي.

اِنټر فاکس خبري آژانس په دې خبرو کې، د روسیې د استازي له قوله ویلي دي؛ پر ایران به، نړیوال بندیزونه هغه وخت نرم کړل شي؛ که تهران نړۍ ته اطمنان ورکړي، چې اټمي پرو ګرام یې سوله ییز دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر "جان کېري" په دې اړه وویل:

"د دې لپاره چې د مذاکرو له ناکامي مو، چې وحشتناک عواقب به ولري، مخنیوی کړي وي، موږ له ایران سره په نیک نیت چې متقابل احترام په کې وي؛ مذاکرو ته تیار نیسو، اوس انتخاب د ایرانیانو په خپل لاس کې دی، موږ مطمین یو، چې هغوی به سم انتخاب وکړي."

د ایران په پارلمان کې د بهرنۍ تګلاري او ملي امنیت د کمېټې رییس د دوشنبې په ورځ په تهران کې چنايي ټلویزیون ته په مرکه کې د دې هیواد، د اټمي پروګرام د نویو مذاکرو په اړه وويل:

"که مقابل لوری منطقي خبرې ولري، د ایران د اټمي پروګرام د مذاکرو ډله هم، نورو مذاکرو ته تیاره ده. خو که هغوی بیا پخوانۍ تکراري خبرې کوي، نو زما په فکر دا مذاکرې به هیڅ نتیجه ونه لري."

د راپورونو پر اساس وړاندې لویدیځ هیوادونو، پر داسې طرحو خبرې کولې چې پر ایران بندیزونه نرم کړي او پر دې هیواد د سرو زرو او نورو قیمتي فلزاتو تجارتي بندیز نرم کړي، څو ایران د یوارنیمو د غني کیدو پروګرام بند کړي.

اما ښاغلي "بروجردي" د لیویدیځو هیوادونو د دې پلان په اړه ویلي دي:

"دا وړاندیز په دې معنا دی چې ایران پر داسې وخت بې وسلې کړي چې، د اسراییلو له لوري د احتمالي هوايي حملو له تهدید سره مخامخ دی. هیڅ یو عاقل انسان به دا وړاندیز ونه مني. موږ به تر مځکې لاندې د یوارنیمو د غني کیدو (فاردو) تاسیسات چې د دفاع لوړ قابلیت لري ونه تړو. د ایران پارلمان به دغه وړاندیزونه، په قطعي توګه رد کړي."

داروپا د بهرني پالیسي رییسي کاټرین آشټن ویاند، "مایکل من" په الماتي کې د مذاکرو له پيل څخه څو شیبې وروسته وویل:

"موږ دلته په ښه نیت او له ښو وړاندیزونو سره راغلي یو؛ هیله مند یو، چې ایران د دې پیشنهادونو په وړاندې څه نرمښت وښيي او په دې اقدام سره د باور فضاء را منځ ته شي."

خو، په ایران کې د بریتانیا پخوانی سفیر "ډالټون" وايي" د اټمي پروګرام په اړه د لویدیځو شپږو ځواکمنو هیوادونو او ایران تر منځ خبرې لس کاله وړاندې پيل شوې دي، نوموړی د قزاقستان په مرکز الماتي کې د سه شنبې د ورځې خبرې استثنايي نه ګڼي او په دې برخه کې د ډير لږ پرمختګ تمه کوي.

ورستۍ خبرې تیر اوړی په مسکو کې ترسره سوې؛ چې کومه نتیجه یې نه درلوده.
XS
SM
MD
LG