د جمهور رییس حامد کرزي تر دې فرمان وروسته، چې د دوو اونیو په ترځ کې باید د امریکا ځانګړي ځواکونه له میدان وردګو ولایت څخه ووځي؛ د دې ولایت د امنیتي وضعیت د راتلونکی په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي.
د کابل په څو کیلومتری کي پروت دا ولایت که چیرې له امنیتي پلوه بې ثباته کیږي، نو د پلازمینې کابل امنیت ته په مستقیم ډول د وسله والو مخالفینو خطر متوجه کوي.
ولسمشر کرزي دا پریکړه تر هغه وروسته وکړه، چې له ملکي خلکو سره د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا د ناوړه چلند رپوټونه خپاره شول.
د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ویندوي پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې دوی له ملکی خلکو سره د ناوړه چلند ادعاوې څیړلې دي او جدي یې انګیري خو تر اوسه یې داسې شواهد نه دي موندلي، چې د دې ادعاو د ثبوت لپاره وکارول شي.
د میدان وردګو د ولایت اداره څه وايي؟
فرشتې جلالزۍ د دې ولایت د والي له ویاند عطالله خوږیاني سره خبرې کړې دی.
په همدې بحث کې د افغانستان له ملي شورا څخه وکیل شیرولي وردګ هم برخه لري.
د بحث په پيل کې ښاغلی خوږیاڼي په میدان وردګ ولایت کې د وروستۍ روانې لانجې په اړه د ولایت رسمي نظر څرګند کړی دی: