د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

د قزاقستان په الماتا کې د ایران د اتمي لانجې پر سر خبرې


ایران د ملي امنیت د سلاکار سعید جلیلي
ایران د ملي امنیت د سلاکار سعید جلیلي
د نړۍ د شپږو سترو قدرتونو استازي د دوشنبې په ورځ د ایران سره پر اتمي مسالې د خبرو لپاره د قزاقستان مرکز الماتا ته رسیدلې دي.

ټاکل شوې ده، چې دا خبرې اترې نن( سې شنبې ) پیل شي او د ایران پر لانجمن اتمي پروګرام به متمرکزې وي.

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پنځو دایمي غړیو هېوادونو او جرمني استازي د ایراني استازو سره د خبرو لپاره دوشنبې په ورځ د قزاقستان پخواني پایتخت الماتا ته رسیدلي دي.

ایران د ملي امنیت د سلاکار سعید جلیلي په مشرۍ یو پلاوی د دې خبرو اترو د ترسره کولو لپاره استولی، ښاغلي جلیلي تیرکال کال د جون په میاشت کې د مسکو په خبرو اترو کې ګډون کړی و.

په قزاقستان کې د اروپايي ټولنې هییت د اینټرفاکس خبري اژانس ته ویلي؛ چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کاټرین اشټون هم د الماتا په خبرو اترو کې ګډون کوي، خو تر اوسه پورې الماتا د میرمن اشټون د رسیدو دقیق وخت نه دی معلوم شوی څو تر غونډې دمخه له نوموړې سره د رسنیو د تماسونو مخه ونیول شي.

د الماتا په غونډه کې د امریکا، بریتانیا، فرانسې، چین، روسیې او المان استازي له مهمو برخوالو څخه ګڼل کیږي.

راپورونه وايي چې په دې غونډه کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال، د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي او امنیتي چارو منشي، د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو ریس او د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت استازي برخه اخلي.

د سې شنبې د ورځې په غونډه کې به د روسیې استازیتوب د هغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال کوي، خو دا لا تر اوسه څرګنده شوې نه ده چې د امریکا له متحدو ایالتونو څخه به په دې غونډه کې څوک ګډون کوي.

ویل کیږي، د الماتا د ریکسوز هوټل شا او خوا چیرې چې دا غونډه جوړیږي کلک امنیتي تدابیرنیول شوې دي.

همدارنګه الماتا د ښار په بیلابیلو برخو کې د پولیسو او امنیتي مامورینو ګزمې زیاتې شوې دي.

د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایف ویلي دي، هیلمن دی چې هیواد به یې ددې خبرو اترو په کوربه توب سره وکولی شي چې دا خبرې مثبتو نتیجو ته ورسوي.


د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو سره د ایران د اتومي مسالې پر سر ورستی دور خبرې، تیر کال د جون په میاشت کې په مسکو کې شوې وې کومه مشخصه لاس ته راوړنه یې نه لرله.

د الماتا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې ایران په خپلو اتومي تاسیساتو کې د یورانیمو د چټکي غني کیدا لپاره د نویو سنټرفیوژونو لګول پیل کړي دي.

لویدیځ په ځانګړې توکه امریکا د ایران له خوا د اتومي وسلو د جوړونې له کبله اندېښنه لري او غواړي په هر ممکنه لاره د اتمي وسلو له لرلو څخه ایران را وګرځوي.

خو ایران تل دا ادعاوې رد کړي دي او وايي د یورانیمو د غني کولو پروسه یې د انرژۍ د تولید لپاره لپاره ده او اتومي پروګرام یې کاملا سوله ییز دی.
XS
SM
MD
LG