د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

پرونۍ حملې او د پاکستان بله ژبه


د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو خپلې لیکنې او تبصرې په کابل او ولایتونو کې پرونیو ځان وژونکو حملو ته ځانګړې کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي امنیتي ځواکونو په کابل او لوګر ولایتونو کې ځان وژونکې حملې شنډې کړي، خو په ننګرهار کې یې مرګ ژوبله واړوله.

ورځپانه لیکي، په ننګرهار کې ځانوژنکې حملې د ملي امنیت دوه کارکوونکي ووژل او درې نور یې ټپیان کړل او د لوګر حملې هم یو پولیس وواژه.

ورځپاڼه وړاندې لیکلي، د دې ټولو حملو مسوولیت وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستی.

سرنوشت:

د سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، پرونۍ حملې او د پاکستان بله ژبه.

د سرمقالې د لیکوونکي په باور د حملو له ډول او هدافو څخه ښکاري، چې حملې د یوه ځانګړي هدف لپاره پلان شوې وې، خو له دې امله چې په بېړه پلان شوې وې، حمله کوونکي خپلو اهدافو ته ونه رسېدل.

د سرمقالې د لیکوال په اند حملې د مولوي فقیر محمد له نیونې او په دې تړاو د پاکستان غوښتنې ته د افغان دولت له منفي ځواب سره تړلې وي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې دا حملې د مولوي فقیر محمد د ورسپارنې لپاره د پاکستان بله ژبه وه.

د سرمقالې د لیکوونکي په باور له وروستیو حملو داسې ښکاري، چې دغه حملې د مولوي فقیر محمد له نیونې سره تړاو لري.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي، افغان دولت ته په کار دی، چې په ټینګه ودریږي د پاکستان نامشروع غوښتنې ردې کړي او د مولوي فقیر محمد په اړه له پاکستاني چارواکو سره داسې معامله وکړي، چې له مخې د ملا برادر په ګډون لوړ پوړي طالب بندیان افغان دولت ته وسپارل شي او یا هم د افغان دولت بله مهمه غوښتنه ومنل شي.

ملي باور:

ملي بارو خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي په کابل، ننګرهار او لوګر کې ځان وژونکو بریدونو ۷ افغان سرتیري ووژل.

د ورځپاڼې د سرمقاله لیکوال پوښتنه کوي د تېرې ورځې ځانوژونکې حملې د څه هدف لپاره؟

ورځپاڼه لیکي، کله چې د پاکستان د طالبانو مشر په افغانستان کې ونیول شو، نو پاکستانیو چارواکو یې د ورسپارلو غوښتنه وکړه، چې افغان دولت ورنه انکار وکړ.

د ورځپاڼې د لیکوال په اند شونې ده، چې دغه حملې د پاکستان له خوا د منفي غبرګونو په ځواب کې تنظیم شوې وي.

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي پاکستان له افغانانو څخه پراخ غچ اخیستل غواړي.

محور:

محور په خپل لومړي مخ کې لیکي ځانوژونکي د پاکستان هغه وسله ده، چې له استعمال پرته یې ساتلای نه شي.

ورځپانې د ملي امنیت د یو سرچېنې له خولې لیکلي، د پرونیو ډله ییزو حملو اکثره یې پاکستاني تابعیت لرونکي وو.

رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG