د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

"د کندهار په زندانونو کې بندیان شکنجه کیږي"


د کندهار زندان
د کندهار زندان
په کندهار کې یو شمیر خلک د دغه ولایت په بندیخانو کې د بندیانو د شکنجې او ځورولو شکایت کوي.

احمد شاهي لوبغالي ته نږدې په یوه پراخ میدان کې راټولو شوو خلکو یو ځل بیا د کندهار پر دولتي ادارو تور پورې کړ؛ چې د دوی ستونزی نه حل کوي.

راټول شوو خلکو چې ښځې هم په کې شاملې وې؛ تر ډېره يې په بندیخانو کې دبندیانو دشکنجې او ځورولو شکایت وکړ.

دغه کسانو وویل، چې د کورنۍ غړي یې په ناحقه بندیان شوي او یو شمېر يې د ملي امنیت، پولیسو او نورو امنیتي ادارو له خوا په ځوره، وهلو ټکولو او نورو ورته فشارو سره اقرار کولو ته مجبور شوي.

یوه تن ازادي راډیو ته وویل، چې زندانیانو زما د ورور یې وهلی ټکولی او د هغه شرم ځي ته یې لاس اچولی، څو اقرار وکړي، د ده په وینا ورور یې ګواښل شوی چې اقرار وکړي او که اقرار ونه کړي نو وبه وژل شي.

په دې اړه جوړې شوي غونډه ته په ولسي جرګه کې د کندهار وکیلانو هم خبرې وکړي او د کندهار والي او نور ځايي مقامات يې په غلا بې عدالتۍ اداري فساد او د خلکو سره په ظلم کولو تورن کړل.

د ولسي جرګې غړو عبدالرحیم ایوبي او احمدزی لالي یو ځل بیا له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې د کندهار والي او نور ځايي چارواکي چې خلک يې له ظلمونو څخه تر پوزې راغلي له دندې لیرې کړي.

"په والله و په بالله و په تالله که اسراییلو هم د فلسطنیانو سره دغسې ظلم کړی وي؛ لکه ستا اداره چې يې له دغه خلکو سره کوي په والله و په بالله و په تالله که روسانو دغه ډول ظلم کړي وي والي صاحب د خدای روی ته وګوره، له خلکو سره دې ظلم شروع کړی، خلک دې در په دره کړي، د خلکو مځکې دې غصب کړي، خلک خو ستا له ظلمه توپک اخلي او جنګ کوي."

د ولسي جرګې دغو غړو ګواښ وکړ، که چېرې مرکزي اداره د دوی غوښتنه ونه مني او یا هم ځايي چارواکي د خلکو د ستونزو د حل صادقانه ژمنه ونه کړي؛ نو پراخي مظاهرې به وکړي.

د کندهار ولایتي اداره د بندیانو دشکنجې او ځورولو موضوع ردوي او د ولسي جرګې د غړو ادعاوې د شخصي ګټو لپاره یو سیاسي حرکت بولي.

په دې اړه د کندهار مطبوعاتي دفتر په یوه خپره شوي خبرپاڼه کې دکندهار له معلولینو له خولې ویلي، چې د ولسي جرګې غړي دې خلک دخپلو شخصي ګټو لپاره نه استعمالوي.

راپور: محمدصادق رښتینی - کندهار
XS
SM
MD
LG