د امريکا دفاع وزير ليون پنيټا وايي، ناټو تړون ښايي له اتو زرو نيولې تر دوولسو زرو پورې خپل سرتېري په افغانستان کې وساتي؛ څو د ٢٠١٤م کال په پاى کې چې په افغانستان کې د متحدو هېوادونو جنګي ماموريت پايته رسېږي، افغان ځواکونه وروزي او مرسته يې وکړي.
پنيټا د ناټو تر مشرۍ لاندې د ايساف ځواکونو د پنځوسو غړو هېوادونو له مشرانو سره تر کتنې وروسته وويل؛ موږ د انتخاب پر لارو چارو خبرې وکړې. ده ټينګار وکړ، چې په دې برخه کې کومه پرېکړه نه ده شوې.
د جرمني د دفاع وزير "توماس دي مايزيري" تر دې مخکې ويلي وو؛ د امريکا د دفاع وزير په رسمي ډول اعلان کړى؛ چې تر ٢٠١٤م کال وروسته به له شا و خوا اتو زرو تر دوولسو زرو پورې امريکايي سرتېري په افغانستان کې دېره وي، دې څرګندونو تشويشونه او شکونه پيدا کړل، خو پنيټا وويل، چې دا راپور سم نه دى، يوازې مو د ناټو ځواکونو په برخه کې د انتخاب پر محدودې خبرې وکړې.
د جرمني خبري اژانس ليکي، دا لومړى ځل نه دى چې په افغانستان کې د ناټو ماموريت په بروکسل کې د ناټو غړو ته شک او تشويش پيدا کوي. د امريکا، اسټراليا او ناټو عالي رتبه چارواکو ته دا اړينه ده خپل هغه بيانونه واضح کړي، چې له افغانستانه د ايساف ځواکونو د ژر ايستلو برداشت ورڅخه شوى دى.
د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو مشرانو ته دا مسئله جدي ده او دېته لېواله دي چې د واشنګټن له خوا تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغان ماموريت کې د ځواکونو د اندازې په اړه ځواب ترلاسه کړي.
د امريکا دفاع وزير ليون پنيټا وويل، امريکا غواړي د روان ميلادي کال په جنګي موسم کې زيات پوځي حضور ولري:
”دا د امريکا لپاره مهمه ده، چې د ٢٠١٣م کال د جنګ په موسم کې قوي حضور ولري. هغه څه چې غواړو- ښايي د جنګ د موسم په بهير کې د امنيتي مسووليتونو د انتقال تر پنځم پړاو پورې چې د ٢٠١٣م کال په اګست کې بشپړېږي تر ٦٠زرو د زياتو پوځيانو حضور وي “
د امريکا د دفاع وزير ښاغلي پنيټا د افغان ځواکونو ستاينه وکړه، چې له کبله يې د ده په باور د نړيوالو پوځي ماموريت بريالى شوى دى:
”يو عام توافق دا دى چې زموږ ماموريت بريالى کېدونکى دى، دا ماموريت د افغان امنيتي ځواکونو د زياتېدونکي رول او ظرفيت له کبله په ساحه کې بريالى کېږي”
په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزير بسم اله خان محمدي هم تاييد کړه، چې وزيرانو پرون په مجموع کې د ځواکونو د شمېر په اړه خبرې وکړې، دا يوازې يوه نظريه وه، په دې برخه کې وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
بله خوا د ډنمارک د دفاع وزير نيک هايکي غوپ د ناټو د دې غونډې په درشل کې ويلي وو: موږ ټول د امريکا پر پرېکړې متکي يو.
دا لا څرګنده نه ده چې په مالي لحاظ به د څومره شمېر افغان ځواکونو ملاتړ کېږي، خو ظاهراً د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا تاييد کړه، چې واشنګټن به د دفاعي مصارفو له کمېدو سره- سره د افغان ځواکونو د مصارفو زياتوالى تصويب کړي. ده دا يوه داسې پانګونه وبلله چې زياته ګټه کوي.
د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسين وويل د دې پرځاى چې بهرني پوځيان وګمارل شي، نړيوالو ته د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ډېر ارزانه تمامېږي.