د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۲

تهران د نړېوالې ټولنې له نوېو فشارونو سره مخامخ شوی


وروسته له دې چې په ایران کې د یورانیمو د غني کولو په یوه مهم مرکز کې د پرمختللو سنترفیوژونو د نصب په اړه نوی راپور خپور شو، تهران د نړېوالې ټولنې له نوېو فشارونو سره مخامخ شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د نوېو سنترفیوژونو نصب د ایران د اټمي پروګرام د پراختیا نښه ده او سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړ، چې که ایران د نړېوالې ټولنې له غوښتنو سرغړونو ته دوام ورکړي نو له نورې انزوا سره به مخامخ شي.

متحدوایالاتو پرون وویل، د ایران له خوا د یورانیمو د غني کولو په یوه مهم مرکز کې د نویو پرمختللو سنترفیوژونو نصب پاروونکی اقدام دی، بریتانیا اعلان وکړ، چې له دې وجې سخته اندېښنه لري او اسراییلي چارواکو وویل، تهران د اټومي بم د جوړولو لپاره تر بل هروخت زیات غني شوي مواد لري.

د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې IAEA له دې مخکې په یوه راپور کې ویلي و، چې ایران د نتنز په اټومي تاسیساتو کې د پرمختللو سنترفیوژرونو د نصب چارې پیل کړي چې دا به اسلامي جمهوريت ته په چټکۍ سره د یورانیمو د غني کولو امکان ورکړي.

ایران د لویدیځ دا اندېښنې چې ګنې دا هېواد غواړي اټومي بم جوړ کړي بېځایه بولي. په پام کې ده چې ایراني چارواکي په راتلونکې اونۍ کې د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو، برتانیا، چین، متحدوایالاتو، فرانسې، جرمني او روسیې له استازو سره د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه په قزاقستان کې خبرې وکړي.

د IAEA په راپور کې ویل شوي چې د دې میاشتې په شپږمه نېټه د دې ادارې مفتشان په دې حقیقت پوه شول چې د نتنز په اټومي تاسیساتو کې IR-2m سنترفیوژونه نصب شوي.

د اټومي بم د جوړولو لپاره په لوړه درجه غني شویو یورانیم په کار دي او نوي سنترفیوژونه ایران ته په چټکۍ سره د اړتیاوړ یورانیمو د تولید توان ورکوي.

د کارپوهانو په نظر د اټومي بمب د جوړولو لپاره دوه نیم سوه کیلوګرامه یورانیم چې په سلو کې شل غني شوي وي، په کار دي خو د ایران حکومت وايي چې غني شوي یورانیمو ته د سوله ییزو اهدافو لپاره اړتیا لري.

په IAEA کې د ایران استازي علي اصغرسلطانیه ایراني رسنیو ته وویل، د م.م راپور په ایران کې د پوځي اهدافو لپاره د اټومي موادو د اړولو یا د اټومي فعالیتونو په اړه اسناد نه دي وړاندې کړي، خو د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ویکتوریانولانډ وویل، د نویو سنترفیوژونو نصب د اټومي فعالیتونو د پراخېدو نښه ده:

"دا حقیقت مه هېروئ چې د نویو، پرمختللو سنترفیوژونو نصب به د ایران د اټومي فعالیتونو د پراخېدو، د م.م او د IAEA له اړوندو پرېکړه لیکونو د سرغړونې او د یوه بل پاروونکي اقدام نښه وي."

په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشربارک اوباما ویاند جېمزکارني وویل، که تهران د نړیوالې ټولنې دا غوښتنه چې باید د یورانیمو غني کول بند کړي، بیاهم له پامه وغورځوي نو نور به هم منزوي شي.

کارني وویل، واشنګټن هیله لري چې تهران به د نړۍ له شپږو لویو قدرتونو سره د قزاقستان په خبرو کې معناداره خبرو ته چمتو وي.
XS
SM
MD
LG