د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

"له ۲۰۱۴ وروسته به هم له افغانستان سره اقتصادي مرستو ته دوام ورکړو"


د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون په نوي ډهلې کې د هند له صدراعظم منموهن سنګ سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل:

”د افغانستان د امنیت ملاتړ، د ټولو هغو نړېوالو هلو ځلو یوه برخه ده چې غواړي ډاډ حاصل کړي دا هېواد به یو ځل بیا د تروریستانو په امن ځاي نه بدلیږي”.

وال سټریټ ژورنال لیکې: د امریکا په مشرۍ نړېوال ایتلافي ځواکونه له افغانستان څخه وتلو ته چمتو شوي، خو لویدیځ حکومتونه په افغانستان کې د کورنیو جګړو د مخنیوي په مقصد، له طالبانو سره د سیاسي جوړ جاړې هڅې کوي.

انګلستان په روانې میاشت کې د نړېوالو هڅو په لړ کې د افغانستان د شخړې د ختمولو لپاره د جمهور رئیس حامد کرزي او د پاکستان د جمهور رئیس آصف علي زرداري تر منځ د خبرو کوربه و .

په دې غونډې کې د افغانستان او پاکستان مشران سلا شول، چې د شپږو میاشتو په مودې کې به له طالبانو سره سوله کوي او دا په افغانستان کې د پخلاینې لپاره لومړنی اساسي هدف دی.

د پاکستان، افغانستان او انګلستان له خبرو مخکې، په ډیسمبر میاشت کې په پاریس کې د طالبانو او جګ پوړو افغان سیاست والو ترمنځ لیده کاته شوي وو او دا لومړی ځل و، چې د طالبانو او نورو ډلو ترمنځ مخامخ خبرې وشوې.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، هند اندیښمن دی چې له طالبانو سره
په معاملې کې د نوي ډهلې نه شمولیت ممکن ددي هیواد امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.

د هند صدراعظم منموهن سنګ د انګلستان له صدراعظم ډیویډ کامرون سره له خبرو وروسته وویل:

(موږ د افغانستان د امنیتې او سیاسي انتقال په اړه یو شان نظر درلود.)

منموهن سنګ زیاته کړه، هند به له افغانستان سره د انتقال په دورې او له هغه وروسته وخت کې مرستو ته دوام ورکړي. هند به د افغانستان په اقتصادي ودې، پراخیتا، د حکومتي ظرفیتونوپه لوړولو، پرمختګ او امنیت په برخو کې مرستې وکړي.

د سې شنبې په ورځ د افغانستان ، امریکا او هند تر منځ دوهمه دري اړخیزه غونډه هم په نوي ډهلې کې جوړه شوه او د افغانستان په وضعې په کې خبرې وشوې.

د انګلستان صدراعظم د یوه هیئت په ملتیا چې له سلو زیات سوداګران، د ښوونې او روزنې د چارو کارپوهان او د پارلمان غړي پکې دي، په یوه درې ورځنې سفر هند ته تللی دی. ډیویډ کامرون وویل، دواړه هیوادونه سلا شول چې تر ۲۰۱۵ م کاله پورې به په خپلو کې د سوداګرۍ حجم شاوخوا ۳۶ میلیاردو ډالرو ته ورسوي.
XS
SM
MD
LG