د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

یو شمېر ښځینه خبریالانو ته د ديني علماوو په غونډو د ګډون اجازه نه ورکول کیږي


Germany -- An Afghan film producer in International Leipzig Festival for Documentary and Animated Film, 27Oct2008
Germany -- An Afghan film producer in International Leipzig Festival for Documentary and Animated Film, 27Oct2008
یو شمېر ښځینه خبریالانې شکایت کوي، چې د دیني علماوو په ځینو غونډو کې دوي ته د ګډون اجازه نه ورکول کیږي.

دوي وایي، چې د موجودو قوانینو له مخې دا حق لري چې د علماوو غوڼدو ته هم د نورو غونډو په څیر د راپور د برابرولو لپاره ولاړې شي.

د یوه خصوصي تلویزیون خبریاله چې نه ېې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادې راډیو ته وویل، یوه ورځ د افغانستان د عالمانو شورا غونډې ته د راپور برابرولو لپاره ورغلې وه ،خو هغوي له خپلې غونډې بیرته تش لاس ولیږله:

"زه د عالمانو شورا یوې غونډې ته تللې وم د څلویښتو دقیقو لپاره یې دننه نه پریښودم او یواځینې ښځینه خبریاله وم.

سره له دې چې که یوې خبریالې حجاب هم کړی وي خو دوي یې ډیرۍ غونډو ته نه پریږدي.

دې ته د دولت ډیره پاملرنه غواړو."


بهارت صابر هم په کابل کې د امریکا غږ راډیو خبریاله ده، دا وایي دیني علما دا مسوولیت لري چې په ټولنه کې د ښځو له حقوقو څخه دفاع وکړي نه دا چې ښځینه خبریالانې خپلو غونډو ته پرې نږدي:

"زه فکر کوم دیني عالمان په افغانستان کې د دیني علومو د روښانولو استازي دي نو که هغوي په ټولنه کې د ښځو له وجود نه منکر وي نو څنګه کولای شو د اسلامي علومو په روښنايي کې نورو ته هم د ښځې د موقف په هکله، د ښځو د موثریت په هکله او د هغې د وجود په هکله خلکو ته معلومات ورکړي."

دوی له افغان حکومت او د ژورنالیستانو د حقوقو څخه د دفاع له ټولنو غواړي چې باید د دوی حقونو ته پاملرنه وشي او چا ته اجازه ورنکړي چې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې دا ډول ستونزې جوړې کړي.

خو د افغانستان د علماوو شورا بیا وایي د ښځو له کار کولو او یا هم د دوی غونډو ته د هغوی له ورتګ سره مخالفت نلري خو ټینګارکوي چې یو شمیر ښځینه خبریالانې ځکه خپلو غونډو ته نه ورپریږدي چې یا یې اسلامي حجاب نه وي مراعات کړی او یا یې هم ډیرسینګار کړي وی.

د علماوو د شورا غړي شفیع الله نورستاني د چهارشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل هغه وخت به ښځینه خبریالانو ته د دیني علماوو په غونډو کې د ګډون اجازه ورکړي چې اسلامي حجاب مراعات کړي:

"په هغه صورت کې چې له فتنې نه، عریانې نه، بې حجابۍ نه او داسې نور مسایل چې هغه له شریعت نه ډير لیرې وي له دغسې مسایلو نه چې لیرې وي او ټول اسلامي آداب یې مراعات کړي وي نو په هغه صورت کې کومه ستونزه نشته.

خو که اسلامي حجاب نه وي مراعات شوي او اسلامي ښوونې په پام کې نه وي نیول شوي نو په طبعي ډول چې په هغه صورت کې ممانعت شته."


دی وایي، چې اسلام ښځو او نارینه وو ته یو ډول حقوق ورکړي خو په خبره یې هر یو باید خپل حق وپيژني.

بل خوا په افغانستان کې له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره وایي چې هیڅوګ نشي کولی د اسلام له نوم نه په ناوړې ګټې اخیستنې د ښځینه خبریالانو د فعالیتونومخه ډپ کړي.

د نی یا په افغانستان کې له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې اجرایوي مشر مجیب خلوتګر د چهارشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل، که ښځې په کومې غونډې کې له خنډ سره مخامخ کیږي نو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دې شکایت وکړي:

"د اساسي قانون د دوه پنځوسمې مادې له مخې ښځې کولی شي چې د اطلاعات او فرهنګ د رسنیو د شکایتونو په هکله کمیسون ته خپل شکایت وکړي.

هیڅوګ حق نه لري، چې یو افغان خبریال که هغه ښځه وي او که نارینه له کنفرانس او یا یوې غونډې نه وباسي. دا د هر افغان حق ده."


دا لومړی ځل نه دی چې افغانې خبریالانې په کاري برخه کې له ستونزو سره مخامخ کیږي بلکې ډیر کله په نورو برخو کې هم په یو او بل نوم دوی ته خنډونه جوړ شوي دي.

سره له دې چې په تیرو لسو کلونو کې رسنۍ د افغان حکومت یوه لویه لاسته راوړنه بلل شوې خو لا هم ښځینه خبریالانې په تیره په ولایتونو کې له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG