د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۲۶

د علي فلاحیان کاندیدل به د ایران د انتخاباتو په مشروعیت څه ډول اغیز وکړي؟


د ایران د اسلامي جمهوریت تر ټولو وحشت ناکه شخص علي فلاحیان اعلان وکړ، چې د جون د ۱۴ مې جمهوري ریاست په انتخاباتو کې کاندید دی.

فلاحیان، چې د ایران د شورای نخبګان غړی دی، د پخواني جمهور رئیس هاشمې رفسنجانې په حکومت کې د استخباراتو وزیر و او د زیات شمېر ایرانیانو په وژنې تورن دی.

نوموړی دغه راز په ۱۹۹۵ کال کې په بونیس اریس کې د یهودیانو په یوه مرکز کې د بمي چاودنې په اړه چې ۸۵ کسان په کې وژل شوي وو، د نړېوالو پولیسو یا انټرپول تر تعقیب لاندی هم دی.

د ازادې اروپا د فردا څانګی خبریال فرهاد نیرومند په دې اړه وایي:

(د فلاحیان سابقه ښیې، کله چې دی د استخباراتو وزیر و، ځنځیري قتلونه شوې دې، او دده مرستیال سید امامي چې پدي اړه تورن دی، دایي ویلې چې له فلاحیان څخه یي اوامر او هدایات تر لاسه کول).

فلاحیان د سې شنبې په ورځ په بیرجند کې خپله کاندیدي اعلان کړه. ده وویل:

”له ما څخه د خلکو غوښتنه داسي حد ته رسیدلې چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې زما کاندیدل حتمې شویدي”.

فلاحیان چې د ۲۰۰۱ کال جمهوري ریاست په انتخاباتو کې نه و بریالی شوی ، وایي:

(د جمهوري ریاست ددي ځل انتخاباتې کمپاین شعار به یي د اسلامي هیواد پرمختګ، د شیانود بیو ثبات او د پولي تورم پر ضد مبارززه وي او دا کارونه به یي په لومړیتوبونو کي وي. )

داسې بریښې چې فلاحیان به وړاندېز وکړې، که چیرې انتخابات وګټې نو د ایران د یورانیمو غني کولو لانجمن پروګرام به بند کړي. ده ویلي:

”اټمي پروګرام بس دی. موږ د یوراینمو غني کول نه غواړو. موږ یي پوهه تر لاسه کړې ده”.

خو د فرهاد نیرومند په نظر د اټمي پروګرام یا فعالیتونو بندول د ایران د مذهبې زعامت په صلاحیت کې دي او فلاحیان یي د انتخاباتي کمپاین لپاره ممکن مطرح کړي.

یو شمیر څيړونکې پدي باور دې چې فلاحیان ممکن د جمهوري ریاست انتخابات ونه ګټې او غواړي چې ځان له تورونو څخه پاک کړې .

دا چې په انتخاباتو کې د علي فلاحیان ګډون او یا احتمالی بری به د ایران د اسلامي جمهوریت د انتخاباتو په مشروعیت څه اغیز وکړي؟ فرهاد نیرومند وایي:
(په ایران کي د جمهوري ریاست د انتخاباتو مشروعیت په مجموع کې تر پوښتنې لاندي دی.

ګورو، علي اکبر ولایتي چې هغه هم کاندید دی، د نړیوالو پولیسو یا انټرپول له خوا تر تعقیب لاندی دی. حتی په تيرو انتخاباتو کې محسن رضایي هم کاندید و او په څلورو مخکښو کاندیدانو کې راغلی و، هغه هم د نړیوالو پولیسو تر تعقیب لاندي و.

په دې توګه دا په ایران کي پدي وروستیو کلونو کي یوه عادي خبره ده او چا له دې کسانو څخه نه دي پوښتلې که په انتخاباتو کي بریالي شي، بهر ته سفرونه به یي څنګه وي).

علي فلاحیان پدي وروستیو کې د تجارت اونیزې سره په یوې مرکې ویلي: نه غواړي چې د استخباراتو د وزیر د دندې یا کارونو په اړه ورڅخه پوښتنې وشي، ده ویلي:

(غواړم جمهور رئیس شم ، له ما څخه اقتصادي پوښتنې وکړۍ. )
XS
SM
MD
LG