د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

یوناما: په ملکي تلفاتو کې ۱۲فیصده کموالی راغلی


«یوناما» یا په افغانستان کې د ملګرو سیاسي دفتر وایي، په دې هېواد کې د ملکي خلکو په تلفاتو کې په تیر میلادي کال کې د وړم کال په پرتله دولس فیصده کموالی راغلی دی.

د دې دفتر په یوه تازه راپور کې راغلي چې په تیر میلادي کال کې د دې هېواد څه باندې اوه زره پنځه سوه ملکي خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې په تیرو شپږو کلونو کې د ملکي تلفاتو اندازه کمه ښودل کېږي.

د یوناما په راپور کې په ځمکنیو جنګونو، ځان وژونکو حملو، بمباریو او داسې نورو عملیاتو کې د ملکي تلفاتو کمښت، په دوه زره دولسم میلادي کال په عمومي توګه د ملکي تلفاتو د کمیدو اساسي عوامل په ګوته شوی دی.

د یوناما د راپورله مخې، دا هېواد په تیر کال کې د« دوه زره اوه سوه او څلور پنځوس » ملکي وګړو د وژلو او د« څلورزره، اته سوه اوپنځه » د ټپي کېدو شاهد و.

راپور وایي، د دې تلفاتو اتیا فیصده وسله والو مخالفینو او اته فیصده حکومت پلوه ځواکونو پورې اړه لري، د یوولس فیصدو نورو تلفاتو علتونه، نه دي په ګوته شوي.

په افغانستان کې د یوناما د دفتر ريیس یان کوبش د سې شنبې په ورځ د دې راپور د خپرولو پر مهال وویل، د وسله والو مخالفینو له خوا د ملکي خلکو د وژلو دوام، د اسلام له دین څخه څرګند مخالفت دی:

«موږ ته د منلو وړ نه ده چې ملکي خلک په چاودونو کې ووژل شي، موږ دا نه منو چې د هغو ماشومانو په ګډون چې ذهنیت یې بې لارې کېږي ځان وژونکې دې ملکي خلک ووژني.

دا د اسلام له دین څخه مخالف کار دی، ورور د ورور او افغان د افغان له خوا ګواښل کېږي.»


د یوناما راپور دا هم وایي چې، تیرکال دمخالفینو په پلان شویو وژنو کې « یوزرو اویا » تنه وژل شوی چې دسولی دپروسی فعالان، قومی مشران، مذهبی شخصیتونه او ښځی پکې شاملی دي.

راپور دهیواد په شمال او شمال ختیځو سیمو کې د وسله والو ډلود نویو فعالیتونو پراخوالی، لوی ګواښ ګڼی.

راپور دا هم وایي چې، په تیر میلادي کال کې څلورسوه نوي ملکي خلک د بهرنیو ځواکونو له خوا وژل شوي دی.

دیوناما د دفتر مسئولینو وویل، که څه هم په ملکي تلفاتو کې کموالی راغلی، خو بیا هم د دې هېواد خلک په بشپړه توګه خوندي نه دي.

د دې دفتر د بشر د حقونو د څانګې مسئولې جورجت ګنیان وویل:

«که څه هم موږ وویل، چې په مجموع کې د ملکي تلفاتواندازه کمه شوې خواوس هم په ډیروسیمو کې دملکې خلکو ژوندستونزمن دی.

اوس هم په زرګونوافغانان په وسله والونښتوکې زیان مومي.

نویوځل بیا په جنګ کې له ښکېلوخواوڅخه غواړوچې دملکې خلکو ژغورلوته هڅې دوه برابره کړي »

راپور وایی، په تیروشپږو کلونو کې دافغانستان په نښتو کې څه باندی « څوارلس زره او اوه سوه » ملکې خلک وژل شوي دي.

دافغانستان په نښتو کې د غیرنظامیانو وژل کېدل،له لسو کلونو راهیسی دافغان حکومت او خلکو داندیښنو سبب شوی چې اوس هم جاري دی.
راپورخان محمد سیند
XS
SM
MD
LG