د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

"د احمدشاه ابدالي او غزنوي بس شرکتونه د خلکو ژوند ته پام نه کوي"


یو شمېر خلک د کابل – کندهار پر لویه لار د موټرو د ټکر او چپه کېدو لامل د موټرچلوونکو بې پروايي بولي.

خلکو چې د یوه مسافر وړونکو بس موټرو په اړه له ازادۍ راډیو سره خبري کولې، د احمدشاه ابدالي او غزنوي بس پر شرکتونو تور ولګاوه، چې خپلو ګتو ته پام کوي نه د خلکو ژوند ته.

دوي پر دولت هم انتقاد کوي، چې د دغه ډول شرکتونو په اړه جدي اقدام نه کوي.

وروسته تر هغه چې د کابل کندهار پر لویه لار تیره اونۍ د یوه بس موټر د ټکر له امله 18 تنه مړه شوه، خلک وايي، چې پر دې لاره موتر چلوونکي بې پروايي کوي.

د کابل کندهار پر لویه لاره تلوونکو مسافرو ازادۍ راډیو ته وویل، چې د احمد شاه ابدالي په نوم د ټرانسپورټي شرکت مسئولین د خلکو ژوند ته پام نه کوي او له خپلو موټر چلوونکو غواړي، چې ژر هدف ته ځان ورسوي.

دوي وايي، یو شمېر د بس موټر چلوونکي نشه کوي او د بې پروايي پر وخت د مسافرو خبرو ته غوږ نه نیسي، چې باید دولت یې مخنیوی وکړي.

د تیري پنجشنبې په ورځ د احمدشاه ابدالي په نوم د یوه ټرانسپورټي شرکت بس موټر چې له کابله کندهار ته روان وو، د یوه بل باروړونکي موټر سره ټکر شو، چې اتلس کسان په کې ووژل شوه او شا او خوا لس نور په کې ټپیان شوه.

تر دې څو میاشتې مخکې هم د احمدشاه ابدالي شرکت یو بل بس موټر د کابل ـ کندهار پر لار د غزني په سیمو کي چپه سو، چې تر پنځوسو ډیر کسان په کي مړه شوه.

خلک وايي، د دې شرکت مسئولین خپلو موټر چلوونکو ته سپارښتنه کوي، چې هدف ته ژر ځان ورسوي او هغوی هم احتیاط نه کوي.

خو د احمدشاه ابدالي ټرانسپورټي شرکت موټرچلوونکي بیا د خلکو انتقادونه نه مني او وايي، چې دغه سړک ډیر تنګ دی، پلونه یې بمونو نړولي او بهرنیو ځواکونو ته د مالونو وړونکي افغان موټرونه هم بل لوی خنډ دی.

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت چارواکي وايي، چې د کابل کندهار پر لویه لاره د موټر چلوونکو په اړه دوی ته هم شکایتونه ور رسېدلي دي او دې وزارت ځني اصول ټاکلي دي.

له دې ټولو خبرو سره سره د راپورونو له مخي ویل کیږي، چې د کابل کندهار سړک په هغه ډول نه دی، جوړ شوی، چې څنګه یې ژمنه شوې وه او ویل شوي وه، چې دغه سړک به څلویښت میتره بر ولري خو اوس څه کم 7 متره بر لري.

په تیرو څو کلونو کې پر دغه سړک لسګونه ماینونه او بمونه چاودلي چې سړک او ددې سړک مهم پلونه یې ویجاړ کړي.

دا سړک د ناټو د اکمالاتو یوه مهمه لار هم ده چې خلک وايي، دغه اکمالاتي موټرونو هم دوی ته پر لاره ترافیکي ستونزي ډیري کړي دي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG