په کوټه کې د شنبې په ورځ په يوه زوروره چاودنه کې د وژل شويو کسانو شمېر ٩١ تنو ته رسېدلى او تر ١٨٠ زيات ټپيان دي.
له وژل شويو کسانو څخه د ٨٥ تنو مړي له تېرې ورځې راهيسې د زرګونو خلکو په منځ کې د کوټې په هزاره ټاون کې پراته دي او ورته ناست شيعه احتجاج کوونکي وايي تر هغو به خپل مړي خاورو ته ونه سپاري چي کوټه ښار پوځ ته ونه سپارل شي او د دوى وژونکي وسلوال ونه نيول شي او په سزا ونه رسول شي.
په کوټه کې د جنورۍ د لسمې د علمدار سړک د دوو چاودنو د اتيا وژل شويو کسانو غوندې د تېرې شنبې د ورځې ٨٥ مړي هم له پرونه راهيسې د کوټې په هزاره ټاون کې پراته دي او ورته ناست زرګونو شيعه مسلمانان وايي دا ځل به تر هغه وخته خپل مړي خاورو ته ونه سپاري چي د کوټې ښار امنيتي چارې پوځ ته نه وي سپارل شوې او د پلټنې په عملياتو سره د دوى د خلکو قاتلين په سزا نه وي رسول شوي.
بل لور ته د کوټې په علمدار سړک او د ښار په نورو برخو کې هم زرګونه نارينه، ښځې او ماشومان د شنبې د ورځې د خونړۍ چاودنې په ضد د احتجاج په توګه ناست دي. د وحدت المسلمين په نامه د شيعه مسلمانانو اتحاديه وايي دوى تېرې مياشت د علمدار سړک تر پېښې وروسته يواځې دا غوښتنه نه وه کړې چي واک دي ګورنر ته وسپارل شي، خو وسلوال دي ازاد ګرځي، وايي دا ځل به تر هغه وخته مړي ښخ نه کړي او کورونو ته به ستانه نه شي چي پوځ د ښار امنيتي چارې پخپل واک کې نه وي اخيستې او د هغو وسلوالو په خلاف يې هدفي عمليات نه وي کړې چي د دوى سلګونه خلک يې وژلي دي.
په هزاره ټاون کې د چاودنې ځاى ته څېرمه د يوه هزاره کور مېرمن کنيز رضا وايي:
((دا لومړى ځل نه دى چي پر هزاره ګانو لومړى بريد او لومړى ظلم کېږي، هزاره ګان هره ورځ د خپلو خلکو مړي پورته کوي، زموږ کار همدا دى چي هر سهار نوي مړي تر لاسه کوو، موږ هزاره ګانو څه ګناه کړې ده، اخير دا خلک له موږه څه غواړي، موږ څه وکړو. آيا دلته پوليس نه شته، استخباراتي ادارې او نورې امنيتي ادارې نه شته که څنګه، له موږ هزاره ګانو سره ولې داسې کېږي، موږ له حکومته غواړو چي بلوچستان دي پوځ ته وسپارل شي))
د شيعه مسلمانانو د وژنې په خلاف د پاکستان په ټولو لويو ښارونو کې هم احتجاج دوام لري او شيعه مسلمانان د غم او غوسې په حال کې دي. په هزاره ټاون کې د چاودنې په نتيجه کې د وژل شويو کسانو شمېر ٩١ تنو ته رسېدلى او شاوخوا پينځلس نور مړي هم په روغتونونو کې پراته دي چي په ډېر خراب حالت کې دي او نه پېژندل کېږي او څه دپاسه ١٨٩ تنه لا هم په روغتونونو کې ټپي پراته دي چي ځينې لا هم په مرګوني حالت کې دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزى وايي که دا ډول بېګناه خلک وژل کېدل پاکستان به پاته نه شي:
((دا انسانان غريبان مري، سل ته نيژدې کسان يې اوس په ډېرې ناترسۍ مړه شول، هيڅ يو انسان، فرقې، ډلې يا ملت ته دا اجازه نه شته چي له تحقيق او قانون پرته به د انسانانو ژوند اخلي.
کوم حکومت او واکمن چي خپل ولس ته تحفظ نه شي ورکولاى، د يوې ورځې واکمنۍ حق نه لري او که انسانان مجبوره شي بيا د داسې واکمنو په خلاف بغاوت جايز کېږي))
د يکشنبې په ماځيګرښول شوي مړي تر څلرويشتو ساعتونو وروسته لا هم پراته دي او د شيعه مسلمانانو له خوا حکومت ته له ورکړل شويو اته څلوېښتو ساعتونو څلرويشت ساعتونه پاته دي، وايي که يې غوښتنې ونه منلي شي نو په ټول پاکستان کې به په پراخو احتجاجونو لاس پورې کړي.
بل لور ته حکومتي چارواکي په دې هڅه کې دي چي شيعه مسلمانانو د خپلو مړيو ښخولو ته وهڅوي.
د بلوچستان عمومي سيکتر يعقوب داوود وايي له وړمې شپې راهيسې يې په کوټه او شاوخوا سيمو کې ګڼ شمېر هدفي عمليات تر سره کړي دي خو داسې ورانکاري چي د شيعه مسلمانانو په وژنو کې لاس ولري، په لاس نه دي ورغلي.
بارکوال مياخېل- کوټه