د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۷

په کابل ښار کې جعلې پیسې زیاتې شوي دي


د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي صرافان د کابل په بازارونو کې د جعلي پیسو د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګندوي.

دوی وایي، چې په دې وروستیو کې جعلي پیسې په بازارونو کې ډیرې شوي او د ځینو خو یې له اصلي پیسو سره توپير په سختۍ سره کیږي.

دوی له حکومت نه غواړي چې باید د دې پیسو د راکړې ورکړې مخه ونیسي او هر هغه کس چې په دې تور نیسي باید قانوني چلند ورسره وکړي.

د کابل ښار یو شمیر صرافان وایي، چې دا پيسې له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان نه افغانستان ته راځي.


په ورته وخت کې د کابل د صرافانو د ټولنې منشي وایي؛ نه یواځې افغانۍ بلکې په بازارونو کې دا مهال امریکايي ډالر، پاکستانۍ کلدارې او د اروپا پیسې یورو هم لاس په لاس کیږی.

محمد هاشم غزنوي آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې دا پیسې افغانستان ته د ګاونډیو هیوادونو له خوا راوړل کیږي.

"لکه څنګه چې په افغانستان کې تل بهرنیو هیوادونو د امنیت، ځان وژونکو بریدونو او نورو برخو کې مداخله کړې دا ځل غواړي چې په اقتصادي برخه کې هم مداخله وکړي.

دا ځل یې د افغانستان بازارونو ته جعلي پیسې وړاندې کړي؛ چې دا کار د ګاونډیو هیوادونو دی."

بل خوا د افغانستان بانک مشر هم مني چې په بازاونو کې جعلي افغانۍ راوتلي؛ خو هغه وایي، چې اصلي او جعلي افغانۍ ډیر توپیر لري او ټول خلک کولی شي؛ چې هغه وپیژني.

نورالله دلاوري وایي، چې جعلي افغانۍ په ګاونډیو هیوادونو کې چاپیږي، خو هغه په دې برخه کې د کوم ځانګړي هیواد نوم وانخیسته.

"هغه جعلي پيسې چې په بازارونو کې لیدل کیږي؛ دوه ډوله دي یو ډول یې کاپي شوي دي او بل ډول یې د یوې پرمخ تللې موسسې له خوا چې ویل کیږي؛ د پیسو د چاپ په برخه کې ډیره تجربه درلوده چاپ شوي دي.

ښایي دا پیسې زموږ په یو ګاونډي هیواد کې چاپ شوي وي؛ چې ډیر تخنیکي مشخصات لري، خو بیا هم په دې نه دي توانیدلي د اصلي پیسو ټولې ځانګړنې په سمه توګه کاپي کړي. دا یو ډول یې په افغانستان کې نه دي چاپ شوي."


ښاغلي دلاوري وویل، چې په کابل کې د افغانیو په پرتله د بهرنیو اسعارو جعلي لوټونه ډیر دي.

دی همدا راز وایي، چې د امنیتي ارګانونو په مرسته به هر هغه کس د قانون منګولو ته وسپاري چې جعلي پیسې بازار ته راوړي او په خبره یې ډیر ژر به خلکو ته د جعلي پیسو د ور پیژندلو په برخه کې سیمنارونه او غونډې ونیسي.

پخوا هم افغان چارواکو ویلي وو، چې د جعلي پیسو د مخنيوي لپاره به هلې ځلې کوي، خو له دغو ژمنو سره سره د کابل په بازارونو کې د جعلي پيسو ستونزه لا پسې زیاته شوې ده.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG