د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۶

د ايران خراب اقتصاد افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي


په اسلام قلعه کې د افغان کډوالو يوه ډله چې له ايرانه راستنېږي
د نړيوالو بنديزونو په نتيجه کې د ايران د اقتصادي رکود له کبله دغه هېواد د قانوني او غيرقانوني افغان کډوالو ايستلو ته مخه کړې ده.

د زلمي په نامه يو دوولس کلن افغان چې سره کالي يې په تن دي، په ايران کې د زرګونو نورو غيرقانوني افغان کډوالو په څېر له سهاره تر ماښامه سرګردانه ګرځي، دى پلاستيکي کڅوړې خرڅوي.

زلمي وويل: ”که چېرې ايران نه وي، موږ به هم نه يو” ده ويلي چې نه غواړي بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

دى په هرات کې له خپلې کورنۍ څخه درې کاله مخکې بېل شو، هېڅکله يې د ښوونځي مخ نه دى ليدلى، دى د ورځې يونيم لک رياله چې څه باندې څلور ډالره کېږي- د پلاستيکي کڅوړو د خرڅولو له درکه ګټي.

ايکونوميست مجله ليکي، په افغانستان کې د تېرو درېيو لسيزو جګړو ايران په داسې هېواد بدل کړ، چې د نړۍ په کچه زيات ښاري کډوال په کې مېشت دي. د راپورونو پر اساس په دغه هېواد کې يو مليون راجسټر شوي افغان کډوال هم ژوند کوي، خو يونيم مليون نور په غيرقانوني ډول په کې مېشت دي.

د ايران خراب اقتصادي وضعيت او د حکومت پاليسيو هم ګڼ افغان کډوال اړ کړل چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، يا هم لوېديځ- ترکيې او يونان ته مخه کړي.

په ايران کې يوه مېشت افغان ازادۍ راډيو ته وويل د ايران د پولي واحد ارزښت ټيټ شوى او هغه مزد چې دوى يې د کار په بدل اخلي، ستونزې يې نه حلوي:
”داسې کار دې وشي چې افغانستان ته لاړ شو. هلته کار وکړو. دلته مو کار په درد نه خوري، د تومان ارزښت ټيټ دى کار ګټه نه کوي”.

ايکونوميست مجله ليکي، په تېرو لسو کلونو کې پنځه مليونه او اووه لکه افغانان چې د دې هېواد د نفوس ١٥ فيصده جوړوي، افغانستان ته ستانه شوي، د دغو افغان کډوالو اکثريت د ايران د ولسشمر محمود احمدي نژاد د جمهوري رياست په دوره کې چې په ٢٠٠٥م کال کې پيل شوه، خپل هېواد ته تللي دي.

په ١٩٧٩م کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال هم په لکونو افغانان ايران ته کډوال شول او دا په خپل ذات کې خپله يو دردوونکى وضعيت و.

د ايکونوميست په حواله، د يوې لسيزې لپاره د ايران حکومت افغان کډوالو ته اهميت نه ورکاوه، دوى ته يې د يوه عزتمن کار له ورکولو ډډه کوله او په مطبوعاتو کې يې د قوي جنايتکارو او قاچاقبرانو غوندې معرفي کول.

په نويمه لسيزه کې د اکبر هاشمي رفسنجاني د ولسمشرۍ په دوره کې د بيارغونې د دورې پر مهال حکومت هڅه وکړه، چې د کار شرايط اسانه کړي. د دغو کډوالو اکثريت د بيارغونې په کارونو کې بوخت شول. خو د احمدي نژاد په واکمنۍ کې هرڅه بيا سخت شول. د بهرنيو بنديزونو له کبله د ايران اقتصاد ولوېد، حکومت دا مهال له قانوني او غيرقانوني کډوالو غواړي، چې خپل هېواد ته ستانه شي.

د غيرقانوني افغان کډوالو ماشومان د قانون له مخې اجازه نه لري چې زده کړې وکړي او روغتيايي خدمات ورته برابر شي.

د حميد په نامه يو ٤٣کلن افغان کډوال، تر يوې لسيزې زياته موده په قانوني ډول په ايران کې ژوند کوي، ده ايکونوميست مجلې ته ويلي:

دوى [ايراني چارواکي] ډېر بد چلند راسره کوي، موږ د ايرانيانو غوندې امتيازات نه لرو.

ده ويلي، موږ نه شو کولاى موبايل ټليفون او موټر ولرو، دوى هر کال کاغذونه او اسناد ډېر پېچلي او ګرانوي.

ده زياته کړې، د ايران پوليس يې کورونه تالاشي کوي، د دوى شتمني غلا کوي او بيا يې له خپل هېواد څخه پسې اخلي.
XS
SM
MD
LG